افغانستانراپورونه

راتلونکې جمعې په ورځ د افغان حاجيانو لومړۍ ډله افغانستان ته راځي

ټاکل شوې راتلونکې جمعې په ورځ د افغان حاجيانو د ستنېدو لړۍ پيل شي او لومړۍ جوپه به افغانستان ته راورسېږي.

د افغانستان د حج ارشاد او اوقافو وزارت وياند وايي، سې شنبه او چهارشنبه د حج د مراسمو وروستۍ ورځې دي.

ناصرالدين دريځ رسنيو ته ويلي دي، د حج د مراسمو تر ختمېدو وروسته به د جمعې په ورځ د افغان حاجيانو لومړۍ ډله کابل ته راشي.

د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال د حج په مراسمو کې په ګډونوالو څه باندې دوه میلیونه خلکو کې شااوخوا ۳۰ زره افغانان هم شامل دي.

Tags
Back to top button