خبرونهسلايډ

راتلونکي میاشت به د افغانستان، هند او امریکا تر منځ درې‌اړخیزه غونډه تر سره شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي چې راتلونکي میاشت به د افغانستان، هند او امریکا تر منځ درې‌اړخیزه غونډه تر سره شي. کیري دغه څرگندونې په نوي ډيلي کې په یوې خبري کانفرانس کې کړي دي.

تمه کېږي چې یاده شوې غونډه به د لومړي ځل لپاره په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په دفتر کې د درې واړه هېوادونو د استازو تر منځ تر سره شي.

د غونډې په اړه نور جزیات نه دي خپار شوي خو د چارو کارپوهان په دې نظر دي چې امریکا به له هند څخه غوښتنه وکړي چې له افغانستان سره په امنیتي برخه کې خپلې مرستې نورې هم وغځوي. شنونکي په دې نظر دي چې امریکا له پاکستان څخه د ترهگرۍ په ضد جگړې کې ناامیده شوې ده.

پاکستان د گڼو امریکايي چارواکو له لوري په دې تورن شوی چې د ترهگرۍ په وړاندې جگړې کې خپله هڅه نه ترسره کوي او له همدې لامله یې د پاکستان له پوځ سره خپلې مرستې ځنډولي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button