پاموړ

ذهن هېڅکله هم تش مه پرېږدئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي/

تش ذهن د شیطان د اوسېدو لپاره تر ټولو ښه ځای دی؛ ډېری شیطاني کارونه د خالي ذهنۍ پر مهال رامنځته کېږي. ذهن مو په مثبتو او ارزښت لرونکو فکرونو ډک کړئ، اوس درته یوه بوختیا پیدا کړئ او د خپلې خوښې داسې یو کار وکړئ چې انګېزه مو را وپاروئ. تاسو باید تصمیم ونیسئ چې د کوم کار کول مو ډېر په ګټه دي، پیسې که ذهني ارامي؟ ان که کله غواړئ استراحت وکړئ، تر هغه چې خوب مو وړي د خدای پاک ذکر وکړئ.

د نن کار سبا ته مه پرېږدئ

د خپل وخت انرژي مو په “باید” او “شاید” باندې مه تېروئ.؛ کېدای شي په ورځو، میاشتو او کلونو په همدې ډول خپل ژوند تېر کړئ او خپل وخت له لاسه ورکړئ. تاسو هېڅکله هم نه شئ کولای د راتلونکې لپاره دقیق مهالوېش ولرئ؛ ځکه موږ هېڅوخت نه شو کولای د راتلونکي په اړه دقیقه وړاندوينه وکړو.

خپل وخت ته ارزښت ورکړئ او داسې کارونه ترسره کړئ چې تاسو یې لازم بولئ، مهمه نه ده چې په لومړي ځل ماتې وخورئ؛ ځکه کولای شئ له خپلې ماتې څخه درس واخلئ او بل ځل مو بریا په نصیب شي.

په کونج کې کېناستل او یوازې د کارونو په اړه فکر کول او بېځایه خیال پلو نه شي کولای کارونه پر مخ بوځي. هېڅکله هم خپل همت له لاسه مه ورکوئ، څه چې پېښ شوي بیا یې په اړه فکر مه کوئ، متل دی چې وایي: اوبه چې له ورخه تېرې شي بیا نه راګرځي.

په ترتیب سره د تمرکز کولو تمرین وکړئ

د تمرکز کولو تمرین کولای شي ذهن ارام کړي او مزاحم کوونکي فکرونه له منځه یوسي؛ که هره ورځ نیم ساعت تمرکز وکړئ، ذهن به مو د ۲۳ نیمو ساعتونه لپاره فعال او ارام وي، په ورځ کې له دې څخه د زیات تمرکز کولو په پایله کې به مو ذهن لا ارامتیا پیدا کړي او ګټه به مو کړې وي. د تمرکز کولو بله ګټه دا هم ده چې کولای شئ ډېر کارونه ترسره کړئ او په کم وخت کې ډېر څه لاسته راوړئ.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button