روغتيا

ذهني فشار، لاملونه، نښې او درملنه

ليکواله: فلزا حسين- د امريکا وسکونسن ايالت کې د عقلي او رواني ناروغيو مختصصه ده

د شل کلنې ثنا په سينه درد و، له سختې ذهني پرېشاني سره د دولتي روغتون بېړنيو طبي مرستو خونه کې ناسته وه.
په درې ورځو کې دا درېيم ځل و، چې ثنا هره ورځ روغتون ته راځي، کورنۍ يې دا پوښتنه کوله، چې ډاکټران ولې دوی ته د زړه خبره نه کوي. په ظاهره روغه جوړه بريښي، مگر ناببره يې ساه بنده شي، ذهني پرېشاني يې زیاته شي.
څو ورځې وړاندې مې د عقلي او عصبي نارغيو يو دوست ډاکټر سره خبرې وشوې، هغه په خپله په داسې يوه ناروغۍ اخته و، چې سر به ډېر درد کاو، داسې ښکارېده، چې مرۍ کې يې څه شی بند وي او خوب يې هم گډوډ و.
بې کاري، له بوډاگانو سره ډېره ناسته، نيا او نيکه سره ژوند تريخ تېريږي، ځينې خلک د ژوند سکون لپاره د تسکين دخوب درمل خوري او هغه هم ډېری وخت د ډاکټر له نسخې پرته.
دغه ډاکټر د سينې درد له امله د روغتون ته ولاړ او دغه مهال يې د ذهني سکون درمل هم خوړلي و، خو مخکې له دې چې روغتون ته ورسیږي، د ذهني سکون درمل يې د مرگ لامل شو.
نن سبا خلک د ذهني ناروغيو په اړه ډېر معلومات لري او د پخوا په پرتله دې ناروغيو ته ډېر متوجه دي.
پرېشاني يا انزايټي څه شی دی
د ژوند بې خونده گډوډ حالت يا د کومې بدې پېښې له امله د ذهن ستړيا او گډوډي لپاره د انزايټي اصطلاح کارول کيږي.
د ژوند په ډېرو پړاوونو کې موږ د ذهني فشار او گډوډيو له ستونزو سره مخ کيږي، زموږ دماغ موږ ستونزمنو سره حالاتو مخ کوي، د ساري په توگه د امتحان له پيلېدو وړاندې يا يو ناليدلي شخص سره له ليدو وړاندې د سړي ذهن نا ارامه وي، مگر ځينې وخت دغه ذهني بوج او ستړيا دومره ډېره شي، چې د سړي ټول عقلي او فزيکي فعاليتونه هم اغېزمن کړي.
ډېری وختونه د دې ذهني ستړيا اغېز په بدني فعاليتونو کې هم برېښي. د ساري په توگه د سختو حالاتو له وېرې د عمل له ډگره تېښته، د امتحان له وېرې ښوونځي ته نه تلل او کله د چا ليدو کې د تاوان او رعب له امله له مجلسه تېښته.
دغه بدني نښې ولې څرگنديږي؟
د دې خبرې ځواب ډېر اسانه او ساده دی. د انسان دماغ ډېر قوي دي، دماغ د ټول بدن د امر او نهي مرکز دی او پر ټول بدن يې مستقيم اغېز وي. کله، چې ذهن ستړی او گډوډ شي، نو اغېز يې د بدن پر نورو اعضاوو هم راځي او داسې يو عضو هم ترې اغېزمنېدلای شي، چې پخوا رک روغ وي.
سردر، ساه اخيستو کې تکليف، د معدي ناروغي، د پوستوکي ناروغي، اعصابي بوج او ذهني گډوډي، دا ټول د انزايټي نښې نښانې دي.
د ډاکټرانو په وينا دا نښې نښانې دومره عادي او ساده هم نه دي، د داسې نښو په راښکاره کېدو بايد ډاکټر د مريض ټولنيز چاپېريال او شخصي ژوند هم په نظر کې ونيسي او د دې ذهني ناروغۍ ډېر لاملونه کېدای شي.
د پورتنيو ناروغيو نور لاملونه، د دندې له لاسه ورکول، ښځې او خسرگنۍ سره لانجې، مالي ستونزې، سياسي گډوډ حالات، ټولنيزې ناخوالې او ورته نور شيان د انزايټي له مهمو لاملونو څخه دي.
د ډاکټرانو په وينا د هر انسان ذ هني حالت او ټولنيز چاپېريال د دې غوښتنه کوي، چې دی بايد په ځانگړې توگه له خپلو ستونزو سره مقابله وکړي او هېڅکله بايد پر بل ناروغ او پر پرېشاني اخته سړي قياس نه شي. د هر سړي خپل غمونه، دردونه او ذهني بوج وي.
۲۰۰۷ م کې د کراچۍ يو عقلي او عصبي روغتون د سروې له مخې پر انزايټي يا ذهني ناروغي اخته ناروغان د سړيو په پرتله ښځې ډېرې دي او ښځو کې هم ډېری د کم عمر نجونه، د کورني تاوتريخوالي له امله، طلاق شوې، بې واده پاتې شوې او يا له مېړه لرې پاتې شوې ښځې دي.
ايا د انزايټي يا ذهني پرېشاني درملنه ممکن ده؟
داخله ډاکټران وايي، چې د ناروغ تايرايډ «د مرۍ غوټه» د زړه ناروغي، او د بدن نور هارمونز کې ستونزې تشخصيول، درملنه يې کول له انزايټي د ژغورنې ښه طريقه بولي.
له درمل کارولو پرته له انزايټي د ځان ژغورنې ښه طريقه دا ده، خپلې ستونزې کمې کړې يا يې کمې وبولې، د ساه اخيستو لپاره ډول ډول ورزش وکړې، د عقلي او عصبي متخصص ډاکټرانو سره مشوره هم ډېره اړينه ده او تر ټولو غوره درملنه يې د خوږو خبرو او ناستې له لارې خپل ذهني بوج کمول بلل شوي دي.
ځينې درمل داسې هم دي، چې د لنډې مودې او اوږدمهالي گټې لري، مگر د خلکو نا خبري، منفي فکر او د ستونزو ژر حل غوښتنه د دې ستونزو د حل مخنيوی کوي.
په وروسته پاتې هېوادو په ځانگړې توگه افغانستان او پاکستان کې خلک د لږو درملو ورکوونکي ډاکټران نه خوښوي او تل له هغو ډاکټرانو مطمين وي، چې ښه ډېر دارو ورکوي، د سنيې عادي ناروغۍ په قوي انټي بايوټکس، پيچکاريو او سيرومونو کنټرولوي او دې سره د ډاکټرانو هم ښه کاروبار جوړ وي.
د پورته يادو درملو تر څنگ ډاکټران د ذهني ارمتيا لپاره الپرازولام، لورازيپام، ډيازيپام او ځينې نور درمل ورکوي، «په مارکيټ کې د الپ، زينيکس، پروتياډين، برومېکس لکزاټونېل او نورو نومونو موندل کېږي»چې يوازې د نشې کار کوي او بل هېڅ نه.
د متخصص ډاکټر له مشورو پرته دغه ډول درمل کارول ستونزې نورې هم زياتوي.
د اصف په نوم يو ناروغ پر انزايټي اخته و، نشه‌يي درمل يې د ډاکټر له نسخې پرته خوړل، ورو ورو يې د درملو اندازه زياتوله او يو وخت داسې هم راغی، چې د لومړنيو وختونو په پرتله د نشې درمل لس سلنه زيات کړل، چې بالاخره د هغه د مرگ لامل شو.
که په لومړيو وختونو کې اصف د خپلې درملنې لپاره متخصص ډاکټر ته ورغلی وای، مرض يې تشخيص شوی وی، نو کېدای شي په دومره لويو کړاوونو نه وای اخته شوی.
که تاسې يا ستاسې په چاپېريال کې څوک د ذهني فشار پر ناروغۍ اخته وي، نو دې ته په طب کې انزايټي وايي، د دې نوم په اورېدو نهيلي کېږئ مه، ژر تر ژره د اعصابو له ښه متخصص ډاکټر سره مشوره وکړئ او په اسانه د دغې ناروغۍ مخنيوی وکړئ.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button