سلايډسيمه او نړۍ

د ۲۰۱۶ پېښو په اړه وړاندوينې او اټکلونه

سرچينه: فاينانشل ټايمز

نوی تاريخ داسې پېښو ته اشارې کوي، چې د چا په وهم او گومان کې هم نه وي، د ساري په توگه د ۲۰۱۴م کې هېچا دا فکر نه کاو، چې روسيه به قرم جزيره ونيسي او دا وړاندوينه هم چا نه شوای کولای، چې يوه جهادي ډله «داعش» به د عراق تر ټولو ستر ښار موصل ونيسي.

وتلي غربي ليکوال گيډيون راشمان فاينانشل ټايمز ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې د هېچا هم دا خبره نه ده په ياد، چې د ۲۰۱۵ په پيل کې دې چا داسې وړاندوينه کړي وي، چې دغه کال کې دې له يو ميليون زيات کډوال المان ته وتښتي او دا گومان هم چا نه و کړی، چې ډونلډ ټرپ دې د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند شي.

ليکوال زياتوي، چې ۲۰۱۶ کې به هم داسې جيوسياسي پېښې وشي، چې د هېڅ کارپوه او ناقد په نظر کې به نه وي.

د راشمان په وينا ۲۰۱۶م کې تر ټولو ستره ناببره پېښه د چين وي، چې د تېرو ۲۵ کالو په ترڅ کې د بريا په لټه کې و او ټوله موخه يې اقتصادي لاسته راوړنې او اصلاحات وو، بله دا چې د چين ولسمشر شي جين پينگ هېواد کې هر اړخيز گامونه پورته کړي، چې تر ټولو مهم يې د اداري فساد پر ضد فعاليتونه دي،دا هر څه کېدای شي د روان کال تر پايه وشي او د چين په سياست کې يو اړخيز بدلون راشي، چې د چا په وهم او گومان کې هم نه وي.

راشمان ليکلي، چې د هيلري کلنټن انتخابي هڅې به ډونلډ ټرامپ نهيلي او بالاخره ناکام کړي؛ ځکه چې تاريخ داسې تېر شوی، چې د نوماندانو ټاکنيز بهير په وروستيو شېبو کې معلوميږي.

د ليکوال په وينا اروپا لپاره بل ستر چيلينج دا دای، که برتانيا د خپل حکمت او پرېکړې له مخې له اروپايي اتحاده ووځي، نو دې سره به اروپايي اتحاديه په سياسي او اقتصادي کړاوونو اخته شي او له دې وروسته به اروپايي اتحاديه اروپا ته د راتلونکو کډوالو په اړه ستراتيژي جوړولو کې پاتې راشي.

راشمان زياتوي، دا اټکل هم کېدای شي، چې اسلامي دولت ډله به د خپل ځواک سيمې نورې هم پراخې کړي او داسې وړاندوينه کيږي، چې د سوريې او عراق تر څنگ به دغه ډله ليبيا او شمالي افريقا ته ځان ورسوي.

د مقالې په پای کې راغلي، سره له دې، چې داعش به عراق او سوريه کې ځينې سيمې له لاسه ورکړي، مگر بيا به هم داسې چانسونه په لاس ولري، چې پر اروپا ترهگريز بريدونه وکړي او د خپلې خبرې لپاره د تېر کال ميونيخ، امسترډام، فرانسې او نور مثالونه ښيي او زياتوي، چې راتلونکي کال هم دې ته ورته ښکاري.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button