سلايډنظر او تحلیل

د گورستان لار؟!

پرون په کابل کې د پخواني حکومت ځینو چارواکو د «حراست او ثبات» شورا په نامه راټول شول. دا لومړی ځل دی چې د ملي يووالي حکومت له تشکیل وروسته رسماً یوه ډله د حکومت د سیاسي اپوزیسیون په نامه خپل شتون اعلانوي. د دې اپوزیسیون مخکښ غړي عبدرب الرسول سیاف، عمر داوودزی، یونس قانوني، عبدالهادي مسلمیار، عبدالرووف ابراهیمي او ځینې نور.. دي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر، محمد عمر داوودزي په خپلو خبرو کې وویل، چې ولسمشر غني ته یې ویلي و چې «پاکستان ته د سولې کچکول مه وړه». داوودزي وویل، موږ په دې لار تر ډېره ولاړو، ته تر هغې نه شې تللی، چې موږ ولاړو. داوودزي وویل، چې غني ته یې پخوا ویلي و چې دا لار «ترکستان» ته تللې ده؛ خو اوس خپله خبره بدلوي او وايي «دا لار گورستان ته تللې ده».

عمر داوودزی د ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال د ولسمشرۍ دفتر رييس، په پاکستان کې سفیر او د کورنیو چارو وزیر په توگه دندې ترسره کړې دي. له شک پرته ښاغلی داوودزی د کرزي د حکومت پر مهال په حساسو پوسټونو کار کړی او د حکومت اسرارو ته تر ډېرو نژدې پاتې شوی. د حامد کرزي حکومت هم د سولې او ټیکاو هیلې د پاکستان مرستو پورې تړلې وې. حامد کرزي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال پاکستان ته یوویشت سفرونه وکړل؛ خو کرزی ونه توانېد چې خپلو موخو ته ورسېږي. کرزي هم داسې انگېرله چې د پاکستان له مرستو پرته سوله ناشونې ده.

داوودزی یو مهال په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شو. ښايي حامد کرزي د افغان سولې بهیر کې د پرمختگ په هیله داوودزی اسلام اباد ته استولی وي؛ خو د داوودزي څو کلن سفارت هم ونه شوای کړای چې پاکستان اړباسي چې د حامد کرزي هیلو او غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي. اسلام اباد ته د حامد کرزي د هیلو او انتظارونو پایله همدا شوه چې د سولې شورا مشر په یوه مرموزه پېښه کې سر وخوړ. داوودزي چې پرون د ولسمشر لار گورستان ته تللې وبلله، ښايي هدف یې همدا وي چې له اسلام اباده د سولې هیله یوازې سرونه خوري او سوله به راونه وړي.

د افغان حکومتونو یوه ستونزه تل همدا راپاتې شوې ده چې هر واکمن هر کار له صفره پیلوي. همدا له صفره راپیل شوې چارې بېرته په صفر او بې پایلې ختمې شوې وي. ولسمشر غني هم همدا چاره تکرار کړه. د کرزي یوویشت سفرونه یې نالیدلي وګڼل او بیا یې د سولې کچکول پاکستان ته یووړ. په زړه پورې دا وه چې پاکستان د غني په هرکلي کې دا ځل په کم ساري ډول یوویشت توپونه هم فیر کړل! ولسمشر بیا هم، سره د ټولو بې باوریو، ماتو او بدگومانیو پاکستان ته زړه بایلود.

ښايي ولسمشر اشرف غني د یوه مسوول چارواکي په توگه د سولې چاره کې په تکراري او صفري پیلونو ځان تېر نه باسي، بلکې په نوو لارو او نوو طرحو یون پيل کړي. موږ ته پردي سوله نه شي راوړلی، که موږ کې د سولې په تړاو تعهد او تلوسه وي، سوله راځي؛ خو که مو د سولې هیله نورو پورې وتړله، نور یې وړیا نه راوړي، نور د سولې پور غواړي، داسې پور چې پرې کول به یې زموږ د برخلیک په بیه وي، داسې پور چې پرېکون به یې زموږ له وسې ډېر پورته وي.

د ولسمشر غني د واکمنۍ دویم کال هم لا نه دی بشپړ شوی، ښايي سر له اوسه پر داسې لارو چارو غور وکړي، چې نه ترکستان ته تللې وي او نه هم خدای مه کړه گورستان ته!

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button