پاموړ

د ګیلیکسي ایس ۷ تصویر او ځانګړتیاوې په ډاګه شوي

په دې وروستیو کې ځینې تصویرونه افشاء شوي چې د دغو تصویرونو افشاء کوونکي وايي چې دغه تصویرونه د سامسنګ د کمپنۍ د راتلوونکی غښتلی سمارټ فون دي.

د راپورونو پر بنسټ د سامسنګ کمپنۍ دغه راتلوونکی سمارټ فون ګلکسي ایس ۷ Galaxy S7د دغې کمپنۍ ګلکسي نوټ ۵ Galaxy Note 5 سره ډیره ورته ده.
د دغې راتلوونکی سمارټ فون کامره د دغې کمپنۍ پخوانیو سمارټ فونونو له کامرو سره توپیر لري او ډیره لږه برخه يي دباندې وتې. تر دې دمه د سامسنګ کمپنۍ د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د سامسنګ کمپنۍ به ډیر ژر خپل دغه غښتلی سمارټ فون په رسمي ډول نړیوالو کاروونکو ته معرفي کړي او معلومه به شي چې دغه تصویرونه صحت لري او که نه.

د ګلکسي ایس ۷ افشاء شوي ځانګړتیاوې:
ابعاد: ۱۴۳.۴ په ۷۰.۸ په ۶.۹ ملي متره
ډسپلې: ۵.۲ انچه سوپر امولیډ له کیو ایچ ډي QHDریزولوشن سره.
اپریټنګ سیسټم: انډرایډ ۶ Android 6
د رېم حافظه: ۴ ګیګابایټ
کامره: اصلي کامره ۱۲ میګاپکسله له برایتسل سافټ وییر سره
پروسېسر: دوه مختلفې نسخې اکسینوس ۸۸۹۰ او سنپ ډراګن ۸۲۰ پروسېسر
بیټرۍ: ۳۵۰۰ ملي امپیر

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button