ادبنثر

د ګویته ژوند ته یوه کتنه

ژباړه: عطامحمد میاخېل 

ګویته د نړۍ یو ستر متفکر شخصیت و، سره له دې چې هغه یو با احساسه شاعر و، بلکې د نړۍ د سترو سیاستمدارانو، فیلسوفانو او پوهانو له ډلې څخه شمېرل کېږي. الله (ج) ډېر ښه استعداد پرې لورولی و، د هنر او فکر له ټولو ډولونو سره یې آشنایي لرله، که څه هم ښوونځی یې نه و لوستی، خو  له ځانه یې ډېر شاهکارونه په ځای پرېښي دي، چې نه یوازې د آلمان په ټولو ادبیاتو یې سیوری غوړولی، بلکې د یوه زرین تاج په څېر په اروپایي ادبیاتو باندې ځلېږي .

بشپړ نوم یې یوهان ولفګانګ ګویته دی، چې د ۱۷۴۹ زېږدیز کال د اګست په ۲۷ مه نېټه په (فرانکفورت) کې یې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او د ۱۸۴۹ ز کال د مارچ په ۲۲ مه په (ویمار) کې یې  له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې .

د ګویته پلار یوهان کاسپار ګویته ( ۱۷۱۰ ــ ۱۷۸۲ ) له خپلې کورنۍ سره په فرانکفورت کې په یوه ستر کور کې ژوند کاوه، چې هغه مهال د روم امپراطورۍ یوه برخه وه . د ګویته مور ( کاترینا الیزابت ګویته ) هم د فرانکفورت له یوې پېژندل شوې کورنۍ څخه وه.

پلار یې غوښتل چې زوی یې یو تجربه لرونکی حقوق پوه شي .

ګویته خپله د ماشومتوب دوره د خپلې کورنۍ په مینه ناکه غېږه کې تېره کړه او خپلې لومړنۍ زده کړې یې له خپلو خصوصي ښوونکو څخه پای ته ورسولې . هغوی ده ته یوناني، لاتین، ایټالیایي، انګلیسي، د ختیځې اروپا د یهودانو ژبې او دغه راز نقشه ایستل او موسیقي ور زده کړل .

هغه په ۱۷۵۹ ز کال فرانسوي ژبه هغه مهال زده کړه، چې د ( پنځلسم لویي ) پوځیانو د اووه کلونو جګړو په لړ کې یې د فرانکفورت ښار اشغال کړی و. په ۱۷۶۵ ز کال د پلار په غوښتنه د حقوقو د زده کړې په موخه ( لایپزیک ) ته لاړه او په هغه ښار کې درې کاله پاتې شو او هلته یې له یوې نجلۍ سره د مینې اړیکې ټینګې کړې، د هغه لومړني شعرونو له همدې مینې څخه الهام اخیستی دی، څو موده وروسته د خپل نقشته ایستلو د استاد په لور مین شو، مګر دا مینه تر ټولو ژوره او آرامه وه. د لایپزیک په ښار کې د هغه روح آرامه نه و او ډېر وخت به یې د ادبیاتو او فلسفې په مطالعه تېراوه، له دې هر څه سره یې د حقوقو زده کړې پای ته ورسولې او د یوې مودې له پاره یې په کېمیا، سکلېټ پېژندنه او ودانیزو ( ساختماني ) برخو کې کار وکړ او پر هغو ټولو مسلط شو.

په ۱۷۶۸ ز کال په داسې حال کې چې ناروغ و، بېرته فرانکفورت، ته را وګرځېده او له خپلې مور څخه په تقلید یې، مذهبي محفلونو ته یې تګ را تګ درلوده، کله یې چې ناروغي  ښه شوه، د حقوقو په څانګه کې د خپلو زده کړو د بشپړولو په موخه ( ستراستبورګ) ته لاړه او د ۱۷۷۱ زکال د اګست په میاشت کې یې په بریالیتوب سره خپل د لیسانس سند تر لاسه کړ . په یاد ښار کې د وزیر په لور مین شو؛ دې مینې د ګویته په حساس روح باندې ډېره سخته اغېزه وکړه، خو دا مینه په واده وانه وښته . فرانکفورت، ته تر راتګ وروسته د آلماني فیلسوف ( هردر) په هڅونه او تشویق یې نمایشنامه لیکنه پیل کړه، چې په کال ۱۷۷۴ ز کې خپره شوه، په دې توګه د هغه نوم د سترو ادیبانو په کتار کې راغی .

د ۱۷۷۲ زکال له مې څخه د سپټمبر میاشتې پورې د (وتزلار ) په ښار کې د هغه مېشتېدل او هلته د یوې قضایي دندې د اخیستلو پرمهال، په هغه ښار کې د (شارلوټ بوف ) په نامه له یوې نجلۍ سره آشنا شو، چې  زړه یې پرې بایلود او په بېسارې ښکلا یې مین شو، مګر دا نجلۍ د ( کنسټر) مېرمن وه، کوم چې د ده ملګری و، له همدې امله ګویته دې مینې ته هیله من نه و، خو د دې مینې محصول د (ورتر) په نامه یو بل شاهکار و، چې په کال ۱۷۷۴ کې خپور شو. ګویته فرانکفورت، ته تر راګرځېدو وروسته، ډېرې ښکلې او په زړه پورې نمایشنامې ولیکلې، چې د بېلګې په توګه یې له یو څو څخه یادونه کوو : ( پرومته ) یې په ۱۷۷۲ زکال کې ولیکله، (کلاویګو ) یې په ۱۷۷۴ زېږدیز کې ولیکله او (استیلا ) یې په ۱۷۷۶ ز کال کې د یوې ښکلې فرانکفورتۍ نجلۍ په یاد ولیکله .

له ۱۷۷۵ ز کال وروسته د ګویته د ژوند په مسیر کې بدلون را منځته شو، د (ویمار) ستر مشر کارل اوګوست هغه خپل درباته ور وغوښت. ګویته د یاد مشر مشاور شو او له سیاسي او اقتصادي چارو سره یې مینه پیدا شوه او د دې ترڅنګ یې خپلې علمې څېړنې او ادبې مطالعې هم کولې، خو د ادبیاتو او آثارو د لیکلو له پاره یې ډېر کم وخت درلوده. نوموړی د یوې مودې له پاره  د ویمار وزیر دربار شو.

د ایټالیا سفر د ګویته په افکارو کې یوه نوې مرحله شمېرل کېږي، په هغو آثارو کې کوم چې په ایټالیا کې لیکلي ول د ایټالیایي فکر اغېز نه تر سترګو کېده .

ګویته په ۱۷۹۲ او ۱۷۹۳ کلونو کې له فرانسې سره د پروس په جګړو کې برخه واخیسته او شل کاله وروسته یې د دې جګړو په اړه خاطرې ولیکلې . په ۱۷۹۴ ز کال کې د المان له یوه ستر شاعر ( شېلر ) سره د ګویته آشنایي د ده په ژوند باندې د یوې نوې رڼا د پرېوتو لامل شوه او ګویته د شېلر په همکارۍ او مرسته په ۱۷۹۶ ز کال کې د (ګزنیا ) په نامه د خپلو شعرونو یوه ټولګه خپره کړه، له دې وروسته یې د ( ویلهم مسټر د کار زده کړې کلونه ) په نامه یو ناول ولیکه، وروسته له دې یې په ۱۷۹۷ زکال کې یې د هرمان او دوروته په نامه یوه منظومه خپره کړه، چې دې منظومي د هغه شهرت ډېرې لوړې کچې ته ورساوه، د دې منظومې له خپرېدو وروسته، په همدې کال ( د ویمار مشر) له هغه څخه د هغه ټول لقبونه او شهرت واخیستل او ګویته د (ویمار) د تیاتر د مدیریت په چارو بوخت شو او د دې ترڅنګ یې د ځمګې پېژندنې او ګیاه پېژندنې په برخو کې خپلې مطالعې پیل کړې او په دې اړه یې څو مقالې او رسالې ولیکلې .

 

په کال ۱۸۰۵ ز کې شېلر ومړ او ګویته هم په وژونکې ناروغۍ اخته شو، نږدې و، چې  له منځه یې یوسي، خو ترې روغ شو، دې ناروغۍ ګویته ډېر کمزوری کړ.

په ۱۸۰۸ ز کال د (فاوسټ ) لومړۍ برخه خپره شوه، چې په هغې کې د فرانسوي امپراطور ناپیلیون بنا پارت په ویاړ په (ارفوست) کې د هغه د کالیزې جشن جوړ شوی و، چې ګویته  پکې ګډون وکړ. په هغه ښار کې له ناپیلیون سره د نوموړي خبرې اترې ډېر مشهورې دي. ګویته د ناپیلیون له خوا د لژیون دونور باز د نښان په ورکړې سره وویاړل شو. د ګویته د عمر وروستي کلونه د فاوسټ په نامه د ده د ستر شاهکار په بشپړېدو سره تېر شول او د دې اثر دویمه برخه په کال ۱۷۳۳ ز کې یانې له مړینې څخه یې څو ورځې مخکې بشپړه شوه .

ځینې کسان له شکسپیر سره د هغه د پرتلنې په باب وایي : هغه څه چې شکسپیر له ځانه الهام اخیستی و، ګویته هغه د ډېر زیات زحمت او مطالعې په پایله کې زده کړي دي .

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button