پاموړسلايډ

د ګوتې له مخې د انسان شخصيت پېژندنه

د څېړونکو څېړنو ښکاره کړې چې د انسان اخلاق او رويه د انسان له ګوتو سره نږدې اړيکه لرلای شي. دغه څېړنه کې د انسان لومړۍ، يا پېړه ګوته مهم رول لري.

هغو ارواپوهانو او څېړونکو چې د انسان د ګوتې په اړه څېړنه کړې، انسانان يې له مخې په درې قسمونو وېشلي دي:

a شکل

دغه ډول سړی ډېر وفادار وي، مګر که له مقابل لوري لږه بې توجهي وويني، کاملا بدلېږي او خپل رفتار او تعامل ورسره بدلوي. ځکه دی تل غواړي چې مقابل لوری ورته ډېره پاملرنه وکړي. دغه ډول کسان اکثرا ملګري له لاسه ورکوي او يوازې پاتې کېږي.

b شکل

هغه کس چې د ګوتې پاسنی او منځنی بند يې يوه اندازه وي، معمولا آرام سړی وي، مګر دغه ډول آرامي شايد مختلفو حالاتو کې بدل وي. دغه ډول سړی د هر څه پر وړاندې ژر عکس العمل ښکاره کوي. دغه راز خپلو کارونو ته ښه پلان جوړوي، او له همدې امله په آسانۍ خپلو اهدافو ته رسېږي. دغه ډول سړی عاقلانه تعامل کوي او له نورو سره يې اړيکې ډېرې نه بدلېږي.

C شکل

هغه کسان چې د ګوتې لاندېنی بند يې له پاسنی څخه اوږد وي، رښتينی او د باور وړ وي. دغه ډول خلک ډېرې داسې ځانګړنې لري چې نور د خپل ځان په لور جلبوي، په ښه وخت کې ښه پرېکړه کوي او هوښيار وي. دغه راز خپل احساسات کنترولوي، او له نورو يې پټ ساتي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button