سلايډنظر او تحلیل

د ګوانتانامو د بدنامه زندان د تړلو غوښتنه ولې هر ځل کېږي؟/ شینواری

خیرالله شینواری

دغه بدنامه زندان له نن څخه څوارلس کاله وړاندې په مجهول شکل په کیوبا کې جوړ شو خو ډیری خلک پدې باور دي چې د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نیټه لومړني شل بندیان هلته وروستل شوي.

خیرالله شینواری
خیرالله شینواری

د جوړېدو سره سم دغه زندان په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول او د امریکا حکومت د مختلفو نړیوالو ادارو، بشري حقوقو سازمانونو او د خپلو خلکو د سختو نیوکو لاندې راغی او دا ځکه چې هلته د بندیانو سره د چال چلند طریقه د ټولو انساني او بشري ارزښتونو خلاف وه.

پدغه زندان کې د ګنو هیوادونو څخه بندیان وه چې یوه ستره برخه یې افغانان وه، د دې بدنامه زندان داسې بندیان هم شته چې تر یوې لسیزې یې هم زیات عمر د بند په موده کې تېر کړی او اخر هم بېګناه ثابت شوي، د راپورونو پر اساس داسې بندیان هلته ول چې تنکي ماشومان وه او د بلوغ عمر یې لا نوه مکمل کړی ولې هلته د مختلفو تعذیبونو لاندې پراته وه او د ژوندانه تر ټولو سختې شېبې یې تېرولې.

د دې تر څنګ چې کله په لومړي ځل د آی سي آر سي (ICRC) موسسې نړیوالو څارونکو په ۲۰۰۴ کال کې لدې زندانه لیدنه وکړه د مختلفو سرغړونو په اړه یې راپورونه ورکړل چې په هغې کې د بندیانو سره د بد چلند، رنګارنګ شکنجو او تعذیبونو لکه خوب ته د بندیانو نه پرېښودل، په لوړ اواز سره د سندرو غږول او شور کول، په عیر معمولي حرارت کې د بندیانو ساتنه، د بې هوشۍ او کوما تر حده وهل ټکول، مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته سپکاوی او نور رنګارنګ ذهني او رواني تعذیبونه شامل وه.

وخت ناوخت زندانیانو د دې هر څه په وړاندې اعتصابونه هم تر سره کړي خو ډېری وخت کوښښ شوی له رسنیو پټ وساتل شي او بندیان له اعتصابه وګرځول شي چې مشهور هغه یې د ۲۰۰۵م او ۲۰۱۳م کال اعتصابونه دي چې نړیواله غوغا یې رامېنځته کړه.

باراک اوباما د خپلو خلکو او نړۍ غوښتنو ته په کتو سره د دې بدنامه زندان د تړلو کمپاینیز شعار سره رامخکښې شو ولې کلونه کېږي چې دا یو شعار پاتې شوی او هېڅکله د دې زندان په اړه قاطع پرېکړه ونشوه.

اوس کلونه کېږي چې هره جنوري میاشت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه په امریکا او اروپا کې خلک د دې بدنامه زندان د تړولو کمپاین پر مخ وړي او د امریکا د سفارتونو او کونسلګریو مخې ته اعتراضیه ودرېدنې ترسره کوي او د امریکا له حکومته د دې زندان د تړلو غوښتنه کوي، دا چې د دې زندان ډېری بندیان افغانان وه ولې هېڅکله دلته داسې یوه غوښتنه مطرح نشوه او نه هم پدې تړاو کوم خاص اعتراض وشو، نو دا ځل با احساسه افغانانو او د جګړې ضد فکر لرونکو ځوانانو دا وپتیله چې په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته یوه اعتراضیه درېدنه تر سره کړي او خپله برحقه داعیه د نړیوالو تر غوږونو ور ورسوي.

زمونږ سره ملګري شي او دا د بشرپالنې داعیه نوره هم پیاوړې کړئ تر څو د انسانیت حق په سمه او مکمله توګه اداء کړی شو.

درنښت
‪#‎CloseGuantanamo

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button