افغانستان

د کوټ اوسېدونکي: دولت د داعش مخه نه نيسي

داعش جگړه مارو تېره شپه د ننگرهار کوټ ولسوالۍ کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې ولسي وگړو، سيمه‌ييزو پوليسو او داعش وسله والو ته تلفات واوښتل.

د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، داعش وسله والو درې ولسي وگړي وژلي او دولس نور ټپيان کړي دي. نوموړی وايي امنيتي ځواکونو ته هم مرگ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې نور جزيات ورنه کړل. د کوټ ولسوال سيد رحمن جگړه کې د لسو امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې پخلی کړی.

خو د کوټ اوسېدونکي وايي، چې داعش ډلې د تېرې شپې جگړه کې د کوچنيانو او مېرمنو په گډون اته تنه وژلي او لسگونه نور ټپيان کړي دي. هغوی زياتوي، چې دغې ډلې د خلکو درويشت کورونه هم سېزلي دي، د ننگرهار د والي وياند د کورونو د سوزول کېدو پخلی کړی.

د کوټ خلک دولت تورنوي، چې د داعش ضد جگړه کې ريښتونی نه دی او نه غواړي د سيمې خلک د هغوی له کلابندۍ او زور زياتي وژغوري. هغوی ادعا کوي، چې امنيتي ادارې پر کوټ د روان بريد په اړه دوه ورځې مخکې خبرې شوې وې، خو په اړه يې هيڅ گامونه پورته نه کړل.

د نصير احمد کوټوال په نوم يو تن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکي، چې «دولت له توپ، ټانک، الوتکو، کمانډو، سپېشل فورس، اردو او… سره سره نه شي کولی يو انچ پر مختگ وکړي او محاصره شوي خلک وژغوري». نوموړی زياتوي: «دولتي ځواکونه په چټکۍ د ولسوالۍ په طرف په تېښته دي، او ممکن نن یا سبا د کوټ ولسوالي سقوط وکړي».

د ژمن کوټوال په نوم د کوټ يو بل اوسېدونکی وايي: «د والي او قوماندان به له موږ سره دا ښېگڼه وي چې دا ولايت پرېږدي او ولاړ شي». نوموړی نيوکه کړې، چې لوړپوړي چارواکي سيمه‌ييزو پوليسو ته مرسته نه رسوي. گڼو نورو کوټوالو هم په دې اړه ورته څرگندونې کړې دي.

خو د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي بيا وايي، چې د کوټ روانه جگړه کې يې تر دې دمه اویا تنو داعشيانو ته مرگ ژوبله اړولې ده. د هغه په وينا داعش وسله والو دېرش تنه سيمه‌ييز وگړي هم له ځان سره بوولي وو، چې يو شمېر يې د امنيتي ځواکونو له لوري بېرته خوشې کړی شوي دي.

ولسي جرگه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د جرگې د رييس مرستيال جنرال ظاهر قدير مخکې ويلي و، چې د داعش جگړه مارو مخه نيولی شي او چې هر کله د خطر احساس وکړي، هغوی سره به جگړه پيل کړي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button