پاموړ

د کونترو سېل / صفیه حلیم

د پيښور ښار اسمان په ماځيګر کې د کونترو (کوترو يا کفترو) په جوپو سخت مصروفه وي. هيڅوک خبر نه دي چې دا شوق له کومه ځايه دې ښار ته کډه وکړه. د هند په لويه وچه کې ځينې ښارونه د کونترساتونکو لپاره شهرت لري، لکه لاهور، ډېلي او لکهنئو. يو وخت دا د شته منو کورنيو د ځوانانو مشغولا وه چې کار کسب به يې نه و.
په پيښور کې د کونترو الوزولو دوه وختونه دي. سهار د نمر خاته پر وخت او ماځيګر د لمر له ډوبيدو لږ وړاندې. د کور په چت(بام) د کونترو چترۍ د يو ځوان د شوق حال وايي.
په دوديزه توګه کونتر باز يوه جال “چهيکه” په لاس کې نيولې وي او چې په هوا کې يې تاو کړي نو ټولې کونترې په يوه جوپه والوزي. کله د يو ځانګړي شپېلۍ نه هم کار اخلي خو مشهور يې “ها آ آ آ کوووو” غږ وي. دا هغه شوق دي چې ټولنه کې پخوا هم چا ورته په ښه سترګه نه کتل. د يو ځوان په اړه به چا پوښتنه کوله نو وئيل به يې، ټوله ورځ په “ها. . . کو” لګيا وي.
کونترې د ښار سره نږدې کليو نه راوړل کېږي او د “متنو” کونترې مشهورې وې. پخوا د بټيربازانو بازار کې به يې په لوړه بيه خرڅول. بيا په شلمې پېړۍ کې د کونترو الوت دومره ډېر شو چې کاروباريانو کوهاټي دروازې سره يو بېل بازار ورته جوړ کړو.
د کونترو خپل نسل او بيا په هر يو نسل کې د وزرو د رنګ او د دې خصلت په حساب نومونه ورکړې کېږي. “اصيل” به هغه وو چې ډېر بره پورې الوتل او په دې کې لال سری، کل سری، جونسری، سپين، ګلدار، تابڼی او داسې نور وو. په دوی کې “قاصد” هغه و چې يو ځای نه بل ته به يې ليکلې پيغام اوړلې شو.
“دېسي” په وزرو کې شين رنګ ښکارېدو او پکې نور قسمونه هم وو، لکه، لالبند، نقشی، بنارسي، ګګری، پمن او داسې نور.
خالدار کونترې لکه چې نوم نه يې ښکاره ده، خالونه لرل- ګلدار، شيرازي، ياهو،کپور او جوګيا قسمونه يې مشهور وو.
ځينې کونترې د خپل مهارت لپاره نوم لري لکه، “لټ پټي” هغه دي چې په شپېلۍ يا اشاره پرزمکه پريوځي او يو خوا بل خوا تاوېږي. “لکه” کونتره لکۍ او څټ نيغ نيولي وي.
ډېرو نايابو او ګران بيه کونترو ته به يې په پښو کې يوه کړۍ (بنګړی) هم اچوو چې کله به هغه ګرځيده نو شړنګ به يې کوو.
د ماشومتوب تجسس يو ورځ زه مجبوره کړم چې د يوې کونترې له پښې مې هغه کړۍ وويستله. بيا مې له نورو پټ په غاښونو کړۍ پرانسته چې وګورم دننه څه شی شړنګيدل. هلته د وريژو څو دانې وې، نور څه نه وو.
صفيه حليم
سرچينه
ثقافت سرحد- تاريخ کے آ ينےمیں. قاری جاويد اقبال. الفيصل ناشران ، اردو بازار، لاهور.۲۰۰۲ م ۱۶۱ او ۱۶۲ مخ

د ليکوالې له بلاگ څخه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button