د پرون کیسهسلايډ

د کتابونو هدیره

لیکنه:صفیه حلیم

ما په ۱۸ پېړۍ فارسی کې په لاس لیکلې یوه مسوده “خواص حزب البحر” لټوله چې محمد ثناءالله پانی پتي په ډیلي کې کښلې وه. دا د ” د مغرب (شمالي افریقه) یو صوفي ابوالحسن شاهدلي” په ۱۳ پېړۍ کې ” د وظیفو (دعاګانو) پټ مطلب (مانا) تشریح او تبصره وه.

زه خبر وم چې دا مسوده به د رام پور په صولت لایبرېري کې وي ځکه په ۱۹۶۶ م کې عابد رضا بیدر په کیتلاګ کې د دې نوم موجود و. خو په رامپور کې چا دا کتابتون نه پیژندلو. د ښار په تنګو کوڅو کې مې د خلکو نه پوښتنه وکړه نو مخې سره به يې د مشهور ” رامپور رضا” لایبریري لاره ښودله. اخر په تپوس “چاقوچوک” ته ورسیدم. د رام پور د جامع جومات شا ته د زاړه تحصیل په ودانۍ کې د یو درزي (خیاط) د هټۍ نه بره صولت لایبریري ته پوڼۍ ورختلي وې چې رڼا نه لري.

د هند په رام پور کې “صولت پبلک لایبریري” د دغه ځای یو سیاسي فعال صولت علی خان ( ۱۸۹۴- ۱۹۶۹م) په ۱۹۳۴ م کې د خپلو ملګرو په ملاتړ جوړ کړو. د محله راجواړه په یوې ماڼۍ کې صولت علی خان ۲۳۲۵ کتابونه، ۵ دیوالي نقشې، ۵ اتلسونه، ۱۴ میزونه او ۱۲ المارۍ نه علاوه ۵۰۰ روپۍ کتابتون ته ډالۍ کړل. په یو کال کې دومره کتابونه راتول شول چې ځای تنګ شو. د رامپور نواب د پخواني تحصیل او کچهري بره برخه کتابتون ته ورکړه چې پخوا د نواب صفدرعلی خان ماڼۍ وه. هغه د خپلو ۲۰۲۵ کتابونو دویمه کاپي هم دغه لایبریري ته ډالۍ کړل او د کال ۶۰۰ روپۍ مستقل د لګښت په برخه کې يې ورکولې.

د کتابتون د کال بودجه د ۱۰۰۰ روپو نه لږ وه. د رامپور محمد علی خان شوق خپله شخصي کتابخانه ورته ډالۍ کړه. تر مارچ ۱۹۳۶ په کتابتون کې ۹ زره کتابونه او ۲۲۵ رجسټر شوي لوستونکي وو. ۹ کسان تر ژوند ددې غړی وو او د غړیتوب په پېسو به د کارکوونکو د معاش نه علاوه ورځپاڼې او مجلې اخیستل کیدی. له دغه کتابتون هر کال ۲۵ زرو ځایی خلکو ګټه اخیسته. د جوماتونو نه زیات کتابتون مهم و نو خلکو به کتابونه لوستل. د دې منتظم ( لایبریرین) نامتو عالم سید امتیاز حسین و چې د سیمې نامتو کسانو د مرستې نه علاوه پکې مطالعه هم کوله. سید هاشمي فرید ابادي چې په اردو ژبه د یونان تاریخ لیکلې و. خواجه حسن نظامي ( د ډېلي نامتو صوفي) او آغا خان به دغه کتابتون ته ورتلل.

په ۱۹۴۷م کې د وېش په وخت د هندوانو کاواکه ډلو د رامپور سرکاري ودانیو ته په اور اچولو لاس پورې کړ نو صولت کتابتون هم په نښه شو. دلته ۲۵۰۰۰ د اردو چاپ کتابونو نه علاوه په سوونو نایابه قلمي نسخې پرتې وې. په ۱۸ پېړۍ کې لیکل شوی د افغانستان تاریخونه، د ساینس تشریحات، د رام پور د مشهورو خلکو شخصي کتابچې، د فارسي شعرۍ ټولګې او د قران هغه نسخې چې په طلایی تورو او حاشیو سمبال دی. د راجه رام موهن رای اخبار”جام جهان نما” ټولې ګڼې، د مولانا محمد علی جوهر اردو “همدرد” او د انګریزي ” کامریډ” اخبارونو نه علاوه د سر سید احمد خان “تهذیب الاخلاق” اخبار هم پکې ساتل شوی دی.

خو پخوا له دې چې د رام پور بلوایانو صولت لایبریري سیزلې وای، د کتابتون منتظم خپل ملګري خبر کړل. په لږ وخت کې دوی تر جامع جومات یو زنځیر په شان ودریدل. بیا کتابونه لاس په لاس د ودانۍ نه تر جومات یوړل شو. خو د رامپور لوستو خلکو سره سره صولت علی خان هم پاکستان ته کډه یوړه. پاتې کسانو خپل کار پکې جاري وساتلو. عابد رضا بیدر په ۱۹۶۶ م کې د دې کتابتون کیتلاګ جوړ کړو. د هند د نوابۍ ختمیدو سره د کتابتون پېسې بندې شوې او دا مخ په زوال شو. کتابونه له اور يې وژغورل خو د مېږو، چڼاسکي او بې غورۍ حل نه و. په ۱۹۸۰ م کې د کتابتون د ۵۰ کلیزې په موقع د دې تاریخ ” صولت پبلک لایبریري کې پچاس برس” ولیکل شو.

ما سره د کتابتون منتظم مظهر معین خان مسوده لټوله او زما باور و چې محمد ثناءالله به زما په لټون پوه شوی وای. په مسوده کې څه نا څه راښکون و چې زه به هره ورځ ورپسې تلم. کتاب د زمانې په ګرد، چڼاسکي وهلي کاغذونو او د غڼو په زالو کې چرته پټ پروت و چې ما نشو لیدلې. که څه هم د یو نایابه مسودې ورکیدل جدي خبره ده خو په صولت لایبریري کې دا د یو لوی ستونزې وړه برخه وه. د دې د مطالعې د لوی تالار یو دیوال په ۲۰۱۳ م کې پریوتو نو د بیرته جوړولو لپاره پېسې نشته او له هغه راهیسې د دې کیتلاګ سسټم وران دی. د دې ټول کتابونه اوس په یوې کوټې کې ساتل شوي دی چې بریښنا پکې کله کله وي او د چت د یو څو سوریو نه د ورځې رڼا را تا کړي. د یوې اوونۍ د لټون نه وروسته اخر زما پام هغه المارۍ ته شو چې کتابونه پکې د دوړو په څادر پټ خو په ترتیب پراته وو. د دې جرنده (قلف) زنګ وهلی او د پرانستو نه و. په بله ورځ یو لوهار هغه قلف راته خلاص کړو خو زما مسوده هلته هم نه وه. البته دوه نور نایابه قلمي نسخې چې زما پکار وو، پیدا کړل. دا د ډېلي د شاه عبد العزیز ( ۱۸۲۳م ) دوو بنګالي شاګردانو لیکلي وو. لومړی مسوده نعیم الدین محمد د شاه عبد العزیز نه پوښتنې او د هغه جوابونه وو چې “سوالات وجوابات” نومیده. له بده مرغه د لومړی پاڼې نه وروسته مسوده خیم ( چکه) شوی وه. پاڼې د یو بل سره نښتې او تورې شوی وې. دویمه محمد عبد الحکیم د لاس وه چې مسوده لږ ښه او څه نا څه د لوستلو جوګه وه خو بیا هم د پاڼو بیخ اوبو زپلې و. دغه المارۍ په بره خانه کې د مولانا رومي مثنوي، د حافظ دیوان او د عرفي شیرازي په قصیدو تبصره خوندي پاتې وو. د کتابونو په دغه هدیره کې څو ژوندي هم لیدل کیدای شي.

د ډینیل جیکوبیاس مورګن له بلاګ. ۲۵ نومبر ۲۰۱۷م

د لیکوالې له بلاګ څخه په مننې

Tags

Related Articles

Back to top button