د پرون کیسه

د کاپیسا زمري / صفیه حلیم

د ۲۰۱۹م په پای کې له کاپیسا د دوو زمرو مجسمې وموندل شوې چې ژبې يې راویستې دي. دا د څو پوڼیو دواړو غاړو ته په تیږه ۴ میلادي پېړۍ کې جوړ وو. لرغونپوهان باور لري چې دا یو بودایی “قربان ګاه” ته د ختلو لاره وه.
کاپیسا د کابل نه ۲۰ کلومیټر شمال کې د کوه خم زرګر په لمنه کې پروت له لومړي نه تر ۴ میلادي پېړۍ یو شاهي ښار او د کنشکا باچا د اوړي پلازمینه وه. دلته لومړۍ پلټنې د امیرامان الله خان په وخت کې پېل شوې خو د ۱۹۲۸م په بغاوت کې فرانسوی لرغون پوهانو کار بند کړو.
په ۱۹۶۶م کې افغانستان د لرغون پیژندنې ادارې خم زرګر په یوه تپه ( کوه موری) دوه زمري وموندل چې د سوات د ګندهارا زمریانو په شان و. دا به د کابل میوزیم په دروازه کیښودل شو چې خلکو به لیدل او وروسته د راکټو په حملو زیان من شول.
د کاپیسا په یوغر ۲۰-۲۵ میټر لوړه سټوپا او چاپېره نورې د نذر سټوپې، لږ ښکته د یو خانقاه نښې او د ګندهارا تمدن د دریو مختلفو دورو بیلګه وه. د دې دېوالونه په ډېر مهارت په تیږو جوړ وو او یو تخت چې دواړه غاړو ته يې زمري وو، رابرسیره شول. څلور نور زمري نامکمل پاتې وو. دلته د تورې تیږې نقش شوی دړه، د بودا مجسمه، د سرو زرو یوه تمغه او سکو نه علاوه نور نقش شوي توکي هم وموندل شو. په ۷۱۹م کې د کاپیسا باچا د چین ” تانګ” سلطنت باچا ته د زمري او طوطیان د ډالۍ په توګه ورواستول. د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت کیدو چې له کاپیسا به اسونه او له چین به وریښم راوړل کیده.
دغه موندنې ښایی چې د کاپیسا باچا د برهمني او بودایی دین نه علاوه په سیمه کې نورو وړو عقیدو ته هم درناوی کاو. په کاپیسا کې د “کایبیل” یا د موراسطورې یوه وړه مجسمه او د زمرو تخت ښایی چې د اسطورې قرباني پکې کیده. دا هم امکان لري چې یو عبادتځای د مختلفو عقیدو منونکو په ګډه جوړ او کاراو.

د صفیه حلیم له بلاګ څخه په مننې

ورته مطالب

Back to top button