افغانستان

د کانډا ستره محکمه ځانوژنه قانوني کوي

د کانډا سترې محکمې د دې هيواد پارلمان ته دنده ورکړې ده، چې څلورو مياشتو کې دننه په سختو ناروغيو اخته کسانو ته د «ځانوژنې سره مرسته» قانون وړاندې کړي.

له دې وړاندې هم کانډا له هغو ناروغانو سره په مړينه يا ځانوژنه کې مرسته کوله، چې نه يې غوښتل نور وپايي، خو دا ځل ستره محکمه «اوتاوا» غواړي، دغو غوښتنو ته چټکتيا ورکړي.

د دې قانون مخې ته ستر خنډونه د کانډا اساسي قانون او د ځانوژنې د منعه‌والي قانون دي، د کانډا ولسي جرگې ويلي، اساسي قانون يې تر يوه حده بدل کړی دی، خو څلور مياشتو ته اړتيا لري، څو د ځانوژنې د منعه‌والي قانون بدل کړي، دغه قانون ۲۰۱۴ز کې تصويب شوی و.

د کانډا نږدې پنځه اتيا سلنه خلکو د يوې نظر پوښتنې په ترڅ کې ناروغانو لپاره د دې قانون ملاتړ کړی و، د کلونو لپاره د کما په حال کې دماغي ناروغان، هغه ناروغان چې ډاکټرانو ځواب کړي دي او د ډېر عمر لرونکي وگړي له دې قانونه گټه اخيستی شي.

له کانډا وړاندې بلجيم، لوکزمبرگ او نيدرلينډ هم په ځانگړو شرايطو دغه قانون عملي کړی دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button