پاموړسلايډ

د کامیاب ژوند دېرش سترتیجئ

لیکوال: رشاد فقیه

ژباړه: نیلاب شینواری

  1. هره ورځ له ۱۰ دقیقو څخه تر ۳۰ دقیقو پورې قدم وهه او مسکا په خوله لره؛
  2. هره ورځ د ۱۰ دقیقو لپاره سکوت کوه؛
  3. په ۲۴ ساعتونو کې اووه ساعته خوب ته ورکوه؛
  4. له درې شیانو سره ژوند کوه: ځواکمنتیا، امید او عاطفه؛
  5. تل له نورو مننه او درناوی کوه او هیڅکله هغه خلک مه هېروه چې تاته یې سمه لار درښودلې؛
  6. د تېرو کلونو په نسبت د کتابونو په لوست کې ډېروالی راوړه؛
  7. د روحي غذا لپاره وخت ځانگړی کوه: لمونځ، اذکار، فکر، تلاوت، له خپلوانو سره راشه درشه؛
  8. له مشرانو سره چې عمرونه یې تر ۷۰ اوښتي او له کشرانو سره چې له ۶ شپږو کلو لږ عمر لري ناسته کوه؛
  9. د راتلونکي په اړه تل هیله‌من اوسه؛
  10. له طبیعي خوړو ډېره گټه پورته کوئ او له کیمیاوي خوړو تر ډېره ځان ساته؛
  11. له اوبو ډېره گټه پورته کوه؛
  12. لږ نه لږ د ورځې له درې کسانو سره ټوکې کوه؛
  13. خپل ارزښتناک وخت په بې‌ځایه کارونو کې مه لگوه؛
  14. ستونزې په ښه توگه حلوه او د ستونزو پړه پر نورو مه اچوه؛
  15. خپل ځواک په گټورو کارونو کې مصرفوه او له منفي فکرونو او کارونو ځان ساته؛
  16. ژوند یو ښوونځی دی او ته په کې یو زده‌کوونکی، د ژوند ستونزې لکه د ریاضي تمرینونه حل کېدل یې ممکن دي؛
  17. سهارنۍ د پاچاهانو کوه، غرمنۍ د خانانو او ماښامنۍ د بې‌وزلو او غریبانو په څېر؛
  18. تل مسکا کوه؛
  19. ژوند ډېر لنډ دی نو له نورو سره یې په کرکه کې مه تېروه؛
  20. کارونه په جدیت سره سرته رسوه؛
  21. ضرور نه دی چې د ژوند په ټولو کارونو کې بریالی اوسې؛
  22. تېر هېر کړه او د راتلونکي لپاره امید لره؛
  23. خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوه؛
  24. د خپل ځان د خوښ ساتلو مسوول یوازې پخپله یې؛
  25. ټولو ته بښنه کوه؛
  26. ستا په اړه چې نور څه فکر کوي هغه په تا پورې اړه نه لري؛
  27. په الله تعالی ښه گومان کوه؛
  28. که حالات ښه وي او که بد په دې باوره لره چې تېرېدونکي دي؛
  29. خپله د ځان پاملرنه کوه ځکه د ناروغئ په حالت کې ستا کورونۍ او ملگري له تا سره ځورېږي؛
  30. هغه څېزه چې تا ته گټور نه دي ځان ترې وژغوره؛
  31. کینه او حسد دې له منځه وړي ځان ترې ژغوره؛
  32. راتلونکی د الله تعالی په توکل سره روښانه ده ان‌شاالله؛
  33. په هر حالت کې کمزوری کېږه مه، زړرور او ځواکمن اوسه؛
  34. کوښښ کوه چې تل ښه کارونه کوې؛
  35. خپل خپلوان مه هېروه او تل یې پوښتنه کوه او د خپلې کورنۍ وفات شوو غړو ته تل دعا کوه؛
  36. راتلونکی ته خوښ او امید ساته؛
  37. نورو ته ډالۍ ورکوه؛
  38. خپل حدود مراعت کوه او د نورو ازادي مه سلبوه؛
  39. چې سهار ژوندی پاڅې نو د الله تعالی شکر ادا کوه؛
  40. د نورو د خوښ ساتلو لپاره دا پورته یاد شوي نصایح له نورو سره شریک کړه تر څو هغوی هم ترې گټه پورته کړي.
Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button