افغانستانسلايډ

د کابل ښاروالۍ له سلو ډېر کار کوونکي ممنوع الخروج اعلان شول

لويې څارنوالۍ د کابل ښاروالۍ له سلو ډېر مامورين ممنوع الخروج اعلان کړي، څارنوالۍ دا گام فساد سره د مبارزې په ترڅ کې پورته کړی دی.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيز وایي، د يادو مامورينو دوسيې تېره اوونۍ د څېړنو لپاره لويې څارنوالۍ ته سپارل شوې وې. هغه زياتوي، چې له بشپړې څېړنې وروسته به د دوسيو پايلې ولس ته په ډاگه شي. د اوس لپاره ياد مامورين ټول ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

ښاغلي عزيزي څرگنده کړې، چې فساد سره د مبارزې لپاره به جوړېدونکی عدلي او قضايي مرکز چې ستره محکمه، لويه څارونوالۍ او د کورنيو چارو وزارت به يې غړيتوب ولري، ډېر اغېزناک ثابت شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button