خبرونه

«د کابل برېښنا ښايي اتو ساعتونو کې فعاله شوې وای»

د افغانستان برېښنا شرکت د سې شنبې په ورځ وويل چې د دوی تخنيکي ټيم د کابل له يوې اوونۍ برې برقۍ وروسته د برېښنا د بېرته فعالولو له پاره کار کوي او ښايي اتو ساعتونو کې برېښنا فعاله کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي له پژواک خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې د دوی تخنيکي ټيم د برېښنا د پرې کېدو د ساحې دوه سوه مترۍ کې دي. هغه زياته کړې چې امنيتي چارواکو د دوی ټيم ته د برېښنا د بیا فعالولو له پاره د کار پيلولو اجازه نه ده ورکړې.

توحيدي له پژواک خبري آژانس سره په خبرو کې زياته کړې چې که چېرته د دوی تخنيکي ټيم ته اجازه ورکړل شوې وای، برېښنا به يې په اتو ساعتونو کې بېرته فعاله کړې وای.

دوه اوونۍ کېږي چې د بغلان ولايت پل خمري سيمه کې برېښنا پرې شوې ده او د کابل اوسېدونکي په تياره کې اوسېږي. تر اوسه د دغې پېښې مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button