خبرونهسلايډ

د ښځو د چارو وزیره استیضاح شوه

نن ولسي جرگې د ښځو د چارو وزیره، مېرمن دلبر نظري له دې امله استیضاح کړه چې گواکې آغلې له خپلې دندې ناوړه گټه پورته کړې او په اداري چارو کې ناکامه ده.

د ولسي جرگې غړو دلبر نظري په دې تورنه کړه چې هغې د وزارت په گڼو چارو کې خپل نږدې خپلوان ټاکلي او د وزارت نور کارکوونکي یې له دندو گوښه کړي دي.

د میدان وردګ ولايت وکیلې، کبری مصطفوي په مېرمن نظري نیوکه وکړه چې دې له طالبان غوښتنه کړې چې د ښځو د حقونو ناقضینو ته سزا ورکړي. مصطفوي زیاته کړه چې طالبان پخپله د ښځو د حقونو ناقضین دي او له ښځو سره د ناوړه چلند تاریخ لري. مېرمن مصطفوي زیاته کړه چې له دې امله دلبر نظري طالبانو ته پناه وړې او په اړه یې باید خپل سپیناوی ورکړي.

ښاغلې نظري د مصطفوي د پوښتنو په ځواب کې وویل چې دې له طالبانو څخه غوښتي چې پر ښځو ظلم ونه کړي. آغلې نظري زیاته کړه چې ما له طالبانو نه دي غوښتې چې د ښځو سرونه پرې کړي.

په پای کې د مېرمن نظري ځوابونو د جرگې د ډېرو وکیلانو قناعت تر لاسه کړ او ويې کولای شو چې د تاييد رايې تر لاسه کړې او په خپله دنده کې پاتې شي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button