ادبپاموړ

د ژوندۍ ټولنې دېرش نښې

ژباړن نيلاب شینواری

  1. په پوهه، اقتصاد، سیاست او هنر کې د ټولنې د اوسیدنکو ترمنځ مثبت رقابت وي؛
  2. ادب، تربیه او اخلاق یې د مکتب په منځنۍ دوره کې بشپړ شوي وي؛
  3. غیر دولتي رسنۍ د دولتي رسنیو په نسبت دوه واري وي؛
  4. په اوږدو لارو کې له سلو کیلو مترو وروسته د ارامۍ لپاره مناسب ځای وي؛
  5. چې د ټولنې خلک یو پر بل په بشپړ ډول باور ولري؛
  6. چې د ټولنې د غړو ۳۵٪ معاش د هغوی د خوړو لپاره کافي وي؛
  7. چې لږ تر لږه یې په هوایي ډګر کې د ۷۰ هیوادونو خلک سفر کوي؛
  8. په سړکونو کې د ترافیک د ودریدو په وخت کې د موټر ماشین مړ کوي؛
  9. چې د پیسو د پړسوپ اندازه په کې په یوه اندازه کې وي؛
  10. چې د پوهنتون استادان د معاش لپاره نه بلکې د یوه ټولنیز مسوولیت لپاره دنده کوي؛
  11. چې د خپلې ټولنې ګټو ته تر خپلو مالي منابعو ډیر ارزښت ورکړي؛
  12. چې ستونزمن تعمیراتي کارونه له دري کلونو ډیر وخت ونه نیسي؛
  13. چې د ډنمارک هیواد یې له اوسیدونکي د سفر په وخت کې د ویزې غوښتنه ونه کړي؛
  14. ښه امنیت یې امتیاز نه وي؛ بلکې دا یې یوه اساسي غوښتنه وي؛
  15. ترافیکي پېښو کې دواړه لوري یو بل ته ناوړه الفاظ استعمال نه کړي؛
  16. چې ټولنه د دواړو قدردانی وکړي، هغه کوښښ چې بریالی کیږي او هغه کوښښ چې نه بریالی کیږي؛
  17. چې د ښار اوسیدونکي د ښار د سړکونو، پارکونو، ساحل او نورو سیمو پاکوالی د خپل کور له پاکوالي سره برابر وګڼي؛
  18. لږ تر لږه کلنۍ اقتصادي وده یې تر ۳.۵٪ څخه لوړه وي؛
  19. چې د ټولنې غړي د خپل راتلونکي په اړه نارامه نه وي؛
  20. خلک یې د حقایقو لپاره کار وکړي نه دا چې یوازې خیالي خلک وي؛
  21. چې تر وینا لیکل ډیر وي؛
  22. چې د ټولنې غړي یې له اخلاقو نه خوند واخلي؛
  23. چې د تولیدوونکو قدر وي؛
  24. «وبښئ، زه غلط وم، بښنه غواړم» اصطلاحات یې د ټولنې د ټولو غړو په خوله عادت وي؛
  25. چې د ټولنې غړي یې جوړ غاښونه ولري؛
  26. پر هر چا نیوکه کول عادي وي؛
  27. چې سیاستوال یې په نړیواله کچه د احترام وړ وي؛
  28. کله چې کومه ترافیک موټروان ته د ودریدو امر وکړي نو د ترافیک پولیس د موټر مخې ته ورشی نه دا چې موټروان پولیس ته ورشی؛
  29. چې د هیواد پرمختګ او هوساینه تر هر څه لوړ وي؛
  30. چې د ټولنې اوسیدونکي په حکومت کې د لوړو دندو لپاره کار ونه کړي مګر خپلې اړتیاوی له نورو لارو پوره کړي.
Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button