د پرون کیسهراپورونه

د ډاکټر ناکامورا د ژوند څو کیسې

 

وحید فقیري

کاکا مراد په ۱۹۸۰ کي جاپان پرېښود، او افغانستان او پاکستان ته د پیس مرض د معالجې لپاره ولاړی. خو کاکا مراد ډېر ژر پدې پوه سو چي په افغانستان کي وچکالي او د پاکو اوبو نه شتون دونه زیات خلګ وژني چي د ده کلینک يې د علاج او ژغورولو توان نه لري.

کاکا مراد به ویل،«یو ډاکټر مریضان یو یو معاینه کوي،‌ مګر د اوبو لګولو کانال د بسته کلي سره مرسته کوي. زه هله خوشحاله سم چي یو بسته کلی بېرته راژوندی او زرغون سي.»

کاکا مراد د ۲۰۰۰ په کلونو کي، د جاپان د اوبو لګولو لرغوني تکنیکونه بېرته راژوندي کړل. هغه د اوبو د کانالونو په مټ قریب د یو میلون افغانانو ژوند بدل کړ.

کاکا مراد ۷۳ کلن وو. هغه په پښتو رواني خبري کولای سوای. د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي،«هغه موږ ته د ژوند کولو لاري چاري راوښودلې. هغه زموږ سره د مځکو په آبادولو کي مرسته وکړه.‌ هغه زموږ مشر او رهنما وو.»

کاکا مراد په ۱۹۴۶ کي زېږېدلی وو. هغه ۳۰ کلن وو چي افغانستان ته د لومړي ځل لپاره تللی وو. کاکا مراد د افغانستان له غرونو سره مینه لرله. او د حشراتو د مطالعې سره خاصه علاقه لرله.

کاکا مراد عقیده لرله چي د افغانانو ژوند طبابت نه سي ژغورلای، بلکي ګډ کار او انکشافي پروژې نجات ورکولای سي. هغه باور لاره چي د اشر کارونه یوه غریبه ټولنه له اقتصادي مشکلاتو څخه ژغورلای سي.

ډاکټر ناکامورا عقیده لرله چي فقر او بېکاري خلګ افراطیت ته کشوي. او په افغانستان کي فقر د جنګ او افراطیت عمده دلیل دی.

کاکا مراد عموما خپله هم شاقه کارونه کول، او د ننګرهار په ۵۰ درجې ګرمي کي یې فزیکي کار کاوه.

ډاکټر ناکامورا د جلال آباد په ښار کي څلور کسانو قتل کړ. هغوی په یوه رستوران کي ورته پټ ول، کله چي د کاکا مراد موټر ورنژدې سو، هغوی د سړک له دواړوو خواوو څخه باړونه باندي وچلول. هغوی ملونه نه ول وهلي. کله چي یې کاکا مراد او د هغه ملګري قتل کړل،‌ بېرته آرام په خپل موټر کي کښېناستل، او پر خپله تړه ولاړل.

د کاکا مراد ۶۶ کلنه مېرمن وايي ما غوښتل چي هغه په جاپان کي پاته سي، خو هغه د خپلو کارونو سره خاصه مینه لرله.

Tags

ورته مطالب

Back to top button