افغانستانسلايډ

د ځينو ولايتونو خلک لا هم د بهرنیانو له شپنیزو عملياتو سر ټکوي

د ځینو ولایتونو خلک لا هم د بهرنیو ځواکونو له شپنیزو عملیاتو او پر کلیو او کورونو د چاپو له امله سر ټکوي.

خلک وايي، بهرنيان دغه عمليات ډېر کله يوازې د خلکو او په تېره د کوچنيانو، مېرمنو او سپين ږيرو د ځورولو، وېرولو او سپکاوي لپاره کوي او بل هدف يې نه وي، چې ډېری زيان يې هم ولسي وګړو ته رسېږي.

سره له دې چې د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې دغه عمليات يوازې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري ترسره کېږي، خو خلک ادعا کوي، چې دوی خپله بهرنيان ويني او د عملياتو پر مهال يې خبرې اوري.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي سردار خان ملنګ زوی له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د خلکو دغه ادعاوې تاييد کړې دي او ويلي يې دي، چې د دې ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې بهرنيانو شپنيز عمليات کړي.

«څو اوونۍ وړاندې يې ځاځيو سيمه کې د شپې ۱۲ بجې چاپه ووهله، له خلکو يې پيسې او ټلفونونه وړي، خلک او څاروي يې هم ويشتلي، والي مې هم خبر کړ، په امنيتي مجلس کې مې هم يادونه وکړه، خو والي، امنيه قوماندان، ولسوال او امنيتي چارواکي يو نه وو خبر، زه دا خبره تاييدوم، چې بهرنيان په ځينو ځايونو کې چاپې اچوي».

د خوست اوسېدونکو هم په تېرو شپو کې د دغه ډول ګڼو پېښو خبر ورکړی.

له دې وړاندې د زابل خلکو پر حکومت غږ کړی و، چې که د بهرنيانو د دغو چاپو مخه يې ونه نيوله، دوی به وسلې را واخلي او له طالبانو سره به يوځای شي، هغوی ويلي و، ځوانانو په مياشتو مياشتو د بهرنيانو له وېرې کارېزونو او نورو پټو ځايونو کې شپې تېروي، او د چاپو پر مهال يې د مېرمنو او سپين ږيرو سپکاوی کېږي.

پارلمان کې د زابل د خلکو استازي حميد الله توخي د زابليانو د خبرو پخلی کړی، هغه يوازې په شهر صفا ولسوالۍ کې د پنځو چاپو خبر تاييد کړی او ويلي يې دي: «معلومه خبره ده، چې په دې عملياتو کې خلکو ته سزا ورکړل شوې ده».

د افغانستان خلک دا شکايتونه په داسې حال کې کوي، چې بهرني ځواکونه په جګړه کې له ګډونه انکار کوي او وايي، دوی يوازې د افغان ځواکونو روزنه کوي. له ملي يووالي حکومت سره د امريکا او ناټو تړون کې هم ويل شوي، چې بهرنيان د افغانستان په هيڅ ځای کې د افغان ځواکونو او چارواکو له سلا پرته عمليات او جګړه نه شي کولای، خو د تړون له لاسليک وروسته لسګونه داسې پېښې رامنځته شوې، چې چارواکو او افغان ځواکونو خپلسرې بللې دي او ناخبري يې ترې ښودلې ده.

د بهرنيانو له لوري شپنيز عمليات د حامد کرزي او بهرنيانو ترمنځ لانجه رامنځته کړې وه، کرزي بهرنيان له دغه کاره ايسارول، خو د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو سره سم ولسمشر غني د دې کار اجازه ورکړه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button