افغانستانسلايډ

د ځدراڼ مارکېټ اور دوه نيم سوه مليون ډالر زيان اړولی

وړمه ورځ کابل کې اباسين ځدران مارکېټ کې د اور لگېدو له امله دکاندارانو ته لسگونه مليون ډالر زيان اوښتی دی. د دې مارکېټ دکانداران پرون ميرويس ميدان کې راټول شوي وو. هغوی دغه اور يو پلان شوی کار وباله او زياته يې کړه، چې تر څو حکومت د دوی تاوان ورنه کړي دوی ميرويس ميدان نه پرېږدي.

دکانداران وايي، اور کې د دې مارکېټ شاوخوا دولس سوه دکانونه سوځېدلي دي. د دوی ډېره برخه وايي، چې اور لاسي لگول شوی دی ځکه له اور وړاندې مارکېټ ته د ځانمرگو بريدگرو د ننوتو اوازه خپره شوې وه. وروسته امنيتي ځواکونو دوی ته وويل، چې ځانمرگی نه شته، پنځه دقيقې وروسته مارکېټ د اور لمبو ونيو.
دوی ادعا کوي، چې اور لومړی ډېر لږ و او دوی ورته کتل چې نورو دکانونو ته خپرېږي، خو د اور وژنې عمله له ډېر ځنډ وروسته هغه مهال راورسېده، چې مارکېټ د اور خوراک شوی و.

هغوی د کابل د امنيه قوماندان عبد الرحمن رحيمي هغه څرگندونې ردوي، چې گوندې اور د يوه خياط د شاگر د بې پامۍ له امله لږېدلی و. امنيه قوماندان وايي، چې دغه شاگرد توده اوتو پر جامو غورځېدلې پريښې وه.

دکانداران ادعا کوي، چې اور کې لسگونه مليون ډالر زيان ور اوښتی او چې تر څو حکومت دغه پيسې ور نه کړي، د کوټه سنگي چوک کې خېمې لگوي او دغه ځای نه پرېږدي، همدا راز به د هيڅ بل مارکېټ ته د خلاصېدو اجازه ور نه کړي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، چې د اور له امله اوښتی زيان دوه نيم سوه مليون ډالر دی، چې د دې مارکېټ په مټ رامنځته شوی اقتصادي حرکت يې له منځه يووړ. د هغه په وينا د لگېدلي اور له کبله دوه نيم زره کسان هم بې کاره شول، چې پخوا يې دغو دکانونو کې کار کاوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستيال سيد کمال سادات وايي، چې د پېښې د څېړنې لپاره يې يو پلاوی ټاکلی او ژر به يې پايلې له خلکو سره شريکې شي. خو نوموړي دا څرگنده نه کړه، چې د دکاندارانو غوښتنې به ومني او که نه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button