روغتيا

د پیاز په واسطه د لوړ فشار کمولو اسانه درملنه

د پیازو ډیرې طبي ګټې شته خو طب پوهانو یو بله حیرانونکې ګټه به ګوته کړه چې په اوریدو سره به تاسو هر ورځ پیاز د خپل خوراک برخه ګرځوئ. ډیلي سټار د راپور په اساس طب پوهانو په پیاز یو نوی څیړنه کړي چې ویلي دي پیاز د لوړ فشار د کمولو لپاره ښه سبزي ده. د لوړ فشار چې یو خطرناکه ناروغي ده او په نړۍ کې د زیاتو مرګونو سبب کیږي.

د برتانیې د روغتیا ادارې “نیشنل هیلتهـ سروسز” ساینسپوهان وايي، چې پیاز اینټي انفلیمنټري(التهاب ضد) خاصیت لري چې لوړ فشار کمولو کې مرسته کوي، دغې ادارې په خپله نوی څیړنه کې چې په ۷۰ تنو تر سره کړي چې دې ټولو کسانو لوړ فشار درلود دغه کسان یې په دوه ګروپونو وویشل چې يو ګروپ ته يې د فشار ضد لږ درمل ورکول خو بلې ډلې ته يې د ۱۷۰ ملي ګرامه د پیاز ویستل شوي اوبه (عرق) ورکاوه خو اته اونۍ وروسته هغه ګروپ کې چې د پیاز عرق يې څښلو د لوړ فشار نښې پکې په ښکاره ډول کمې شوي وي، دغه څیړنه کې ساینسپوهانو ویلي، که هره ورځ سور تازه پیاز وخوړل شي د لوړ فشار کمولو تر څنګ د کولیسټرولو اندازه هم کموي.

Tags

Related Articles

Back to top button