خبرونهسلايډ

د پکتیا جانی‌خیلو ولسوالۍ سقوط کړی

طالبانو منلې چې د پکتیا د جانې‌خیلو ولسوالۍ یې په بشپړه توگه نیولې او دعوه یې کړې چې گڼ پولیس او د ملي اردو سرتېري یې نیولي دي.

د جاني‌خیلو ولسوالۍ له تېرې یوې میاشتې راهیسې د طالب وسله‌والو له لوري محاصره وه. د پکتیا ولایتي شورا څو وارې حکومتي چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې وې چې ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ ده خو چارواکو بیا دې ته کومه پاملرنه نه وه کړې.

طالبان دعوه کوي چې گڼ مهمات یې تر لاسه کړي. حکومتي چارواکو تر دې دمه د جاني‌خیلو ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button