خبرونهسلايډ

د پکتیا اومنه ولسوالۍ طالبانو نیولې ده

له څلورو ورځو پرله‌پسې جگړې وروسته طالبانو منلې چې د پکتیا ولایت د اومنه ولسوالۍ یې په بشپړ ډول نیولې ده. د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې امنیتي چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط منلې چې طالبانو د اومنه ولسوالۍ په بشپړه توگه نیولې ده.

د اومنه ولسوالۍ د ساتلو لپاره په وروستیو کې ځانگړو ځواکونو هم برخه اخیستې وه چې طالبانو ته ماتې ورکړي. د اومنه ولسوالۍ پخواني ولسوال باور خان هم د خبر پخلی کړی.

طالبان ادعا کوي چې د امنه ولسوالۍ په نیولو کې یې ۲۱ تنه پولیس مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. بل لوري ته د پکتیا ولایت مسوولینو دا خبر رد کړی چې گواکي د اومنه ولسوالۍ دې طالبانو نیولې وي. ولایتي چارواکي وايي چې طالبانو د اومنه ولسوالۍ یوه پوسته نیولې ده.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button