ادبپاموړ

د پيساکو انځور په ۶۳ مليونه ډالر خرڅ شو

د وتلي هسپانوي رسام پيساکو انځور چې په ۱۹۰۹م کال کې يې کيوبا کې رسم کړی و او د “Femme Assise,” په نامه يادېږي، په ۶۳.۷ مليونه ډالر په لندن کې خرڅ شو. د ياد انځور لومړی نرخ ۴۱ مليونه ډالره و، خو د ارزښت له مخې يې نرخ اوچتېده چې په آخر کې تر ياد نرخه ورسېده.

دغه رسامي چې د سې شنبې په ورځ په لندن کې خرڅه شوه، د کيوبا د رسامۍ په تاريخ کې تر ټولو لوړه خرڅه شوې رسامي ده. د رسامۍ څېړونکي وايي چې دغه انځور د پيساکو د معشوقې دی.

د تېرې سې شنبې په نورو خرڅ شويو انځورونو کې د بل مشهور رسام، اميډيو موډګلياني انځورونه هم خرڅ شول. د ده يو انځور دويم لوړ خرڅ شوی انځور و. ويل کېږي چې د اميډيو د رسم نرخ ۵۶.۷ مليونه ډالر و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button