پاموړسلايډنظر او تحلیل

د پوهې ښه کارول

محمد عارف رسولي

د سر خبره

د انساني پانګې وده چې په اوس وخت کې د بشري ټولنو لپاره تر هرې بلې اړینه ده زیاتې پیچلتیاوې له ځان سره لري. ځکه نن د پوهې ماهیت بدلون موندلی، ډېر زر بدلون مومي، له منځه ځي، او د پخوا په پرتله د ملت زیات خلک ورته اړتیا لري. دا ټول خورا پیچلې مسئلې او ښکارندې دي، زیات وخت، ښه رهبري، په ملي کچه لوړې وړتیا او ظرفیت ته اړتیا لري.

د دې لیکنې یوه موخه داده چې کدرونه د خامو ارقامو (داتا)، مالوماتو، او پوهې په توپیر پوه شي او داچې څنګه باید وکارول شي او ورته وده ورکړل شي.

د دې لیکنې نورې موخې دادي چې زموږ خلک، په تیره ځوان کدرونه او اړونده چارواکي، پوهنتونونه، څیړنیز مرکزونه، مسلکي انجمنونه او نور اړوند نهادونه د پوهې د کارونو په اهمیت، ننګونو، او فرصتونو یو څه پوه شي، ورته نوره زیاته پاملرنه وکړي او سمه ګټه ورڅخه واخلي.

همدارنګه، هیله ده که ممکنه وي زموږ چارواکي د پوهې د مدیریت لپاره یوه پالیسي او اړونده کړنلاره رامنځته کړي او په عمل کې یې پیل کړي.

پوهه او سم کارول یې

د انساني پانګې ارزښت له مالي، فزیکي، او طبیعي پانګو ورځ تربلې زیاتیږي. دا بهیر فرصتونه او چلنجونه دواړه له ځان سره لري. هره ټولنه او ملت باید پوه شي چې که هغوی غواړي چې له پوهې، دانش (knowledge) څخه سمه ګټه واخلي دوی باید دهغو په اړینو لارو چارو، میکانیزمونو، او سیستمونو پوه شي، د هغو په مرسته خپلې ټولنې ته پرمختیا ورکړي ترڅو خپلواک پاته شي، له نورو ټولنو او ملتونو سره مسابقه وکړي او بقا ولري.مخکې له دې چې پوه تعریف کړو اړینه ده چې داتا او مالومات چې د پوهې لمړنۍ برخې دي وپیژنو:

د داتا تعریف

  • داتا د ناپیلو، رښتینو واقعیتونو او پیښو یوه ټولګه ده.
  • د یوه سازمان په مفهوم کې، داتا تر ټولو په ګټوره توګه د راکړې ورکړې په تنظیم شوو ثبت شوو توکو څخه عبارت دی.
  • داتا اساسي خام مواد دي چې د مالوماتو د خلق کولو لپاره پکار راځي.

د مالوماتو (Information) تعریف

  • د داتا ټولګې ته مالومات وایي.
  • داتا هغه وخت په مالوماتو بدلیږي چې خلق کوونکی یی مانا او ارزښت ورزیات کړي.
  • مالومات هغه داتا ده چې اړیکه او موخه ولري.

د پوهې تعریف

پوهه د چوکاټ شوو تجربو یو خوځنده مخلوط، د ارزښتونو، د شرایطو په هکله د مالوماتو،د کارپوهانو نظرونه، او په واقعیت ولاړاحساس دی چې د نوو تجربو او مالوماتو د ارزونې لپاره یو چاپیریال او چوکاټ رامنځته کوي. هغه د پوهانو په ماغزو کې خلق، او په کاراچول کیږي. په سازمانونو کې، هغه نه یوازې په اسنادو یا ساتنځایونو کې، بلکه همدارنګه د سازمانونو په پروسو، ورځنیو کارونو، او نورمونو کې اخښل کیږي.

  • پوهه په ځان کې حقیقتونه او باورونه، نظرونه اومفاهیم، قضاوتونه او هیلې، میتودونه او کارپیژندنه رانغاړي.
  • پوهه د نظریاتو، تجربو او لایحو یوه ټولګه ده او فکر کیږي چې سم او حقیقت دی او داچې فکرونه، عادتونه، او د خلکو اړیکې نیول رهبري کوي.
  • پوهه د داتا او دمالوماتو په هکله استدلال کول دي ترڅو په فعاله توګه د کړنو، دستونزو دحل،پریکړو کولو، زده کړې او ښوونې او روزنېته لاره اواره کړي.

د پوهې مدیریت

سیستماتیک او رسمي اړخونه  

  • د پوهې مدیریت یو سیستماتیک، روښانه، او حساب شوې جوړونه، نوي کول او د پوهې په کار اچول دي ترڅوپه پوهه پورې اړینو نوښتونو ته او دهغو موثریت ته زیاتوالی ورکړي او د پوهې له شتمنیو څخه زیاته ګټه واخیستل شي.
  • د پوهې مدیریت تجربې، پوهه، او تخصص کره کوي، اوهغه بیا نوې توانمندۍ رامنځته کوي، غوره کړنو ته لاره اواروي،نوښت هڅوي اودودیزه ارزښتونو ته وده ورکوي.
  • د پوهې مدیریت د شته او اړینې پوهې پیژندل او ارزونه، او ورپسې د فعالیتونو پلان او کنترول کول دي چې د پوهې پانګې ته وده ورکړي ترڅو د سازمان موخې تر لاسه کړي.

د پوهې مدیریت د یوې پروسې په توګه

  • د پوهې مدیریت یوه پروسه ده چې د یوه سازمان له نا محسوسو پانګو څخه ارزښتونه ترلاسه کوي
  • د پوهې مدیریت داسې پروسه ده چې په هغو کې یو سازمان خپله ټولیزه پوهه خلق کړي، ویې ساتي او په کار یې واچوي.
  • د پوهې مدیریت د یوه سازمان د ټولیز تخصص که په داتابسونو، په کاغذونو، یا د خلکو په مغزونو او یا هر بل ځای کې وي رانیول او ویشل دي ترڅو د ترټولو سترې ګټې د ترلاسه کولو لپاره مرسته وکړي.

په سازماني اړخونو تمرکز

  • د پوهې مدیریت سمه پوهه، سمو خلکو ته په سم وخت کې رسول دي ترڅو هغوی ډېرې ښې پریکړې وکړي.
  • د پوهې مدیریت د سازمان له ناڅرګندو پانګو څخه د ارزښتونو د خلق کولو هنر دی.
  • د پوهې مدیریت د سازمان په داخل کې د پوهې روښانه کنترول او مدیریت دی او موخه یې د سازمان د اهدافو ترلاسه کول دي.
  • د پوهې مدیریت په دقیقه توګه د سازمان د هغې پوهې چې ستر ارزښت او په مسابقه کې له نورو د مخکیدو ګټه رسوي مدیریت دی.

پوهه او ورڅخه کار اخیستل هغه وخت غوره موثریت لري چې ورته د ټولو خواوو لکه، دولتي او نادولتي سازمانونو، پریکړه کوونکو، قانون جوړوونکو،شنونکو، لیکوالانو، ژورنالستانو، مسلکي انجمنونو، د خصوصي سکتور سازمانونو، او اشخاصو لاسرسی وي، په دې کې ورسه اړینه مرسته وشي، او ورته روښانه شي.

بیله دې پروسې او هڅو به د پوهې او علومو پایلې په هره ځای او هره ساحه کې زیاتې ګټورې نه وي. نن که ملتونه غواړي ژوندي، په ځان بسیا او خپلواک پاته شي نو پوهه یې د ټولو خلکو لپاره اړینه ده او دا اسانه کار نه دی.د پوهې یوازې خلق او رامنځته کول هم کافي نه دي. پوهه باید سمه مدیریت شي، ساتنه یې وشي، د ټولنې ټولې اړوندې خواوې ورته اسانه لاسرسی ولری، ورته ساده شي، غنامندي وروبخښله شي او د ضایع کیدو مخه یې ونیول شي. که کوم ملت دا کار وکړي نو به د بریاوو له نوو لارو خبرشي ځکه د پرمختګ زړې لارې اوس ډېرې موثرې نه دي.

که پوهې او علومو ته لاسرسۍ عام شي، د خاصو خلکو په انحصار کې پاته نشي نو ملت به له نورو سیالانو سره په کلتوري، سیاسي، تجارتي او اقتصادي راکړو ورکړو کې سیال پاته شي او خپله سیاسي او اقتصادي ازادي به وساتي.

د پوهې کارونه په هند او چین کې

څو کلونه مخکې زه د هندوستان د مهاراشترا ایالت ته چې بمبیي ښار پکې دی د نړیوال بانک د یوه ټیم سره د پرمختیایي کارونو د کتو لپاره لاړم. د هغه ایالت د نورو چارواکو ترڅنګ د ایالت د والي د پوهې، دانش (Knowledge) له مشاور سره مو ولیدل. دهغه وظیفه داوه چې تل وګوري چې په ایالت کې کومه پوهه، له کوم نهاد سره او یا له چاسره او په څه ډول شته، دا پوهه د بل کوم چا لپاره پکار ده، څنګه دا پوهه له ضایع کیدو وساتل شي، په کیفیت یې ورزیات شي، او سمه ګټه ورڅخه واخیستل شي.

د مثال په توګه، که د دولتي او یا خصوصي سکتور کومه تخنیکي، تخصصي، اوعلمي اړتیا وي،نو په ایالت کې د کوم پوهنتون، کوم څیړنیز مرکز او یا کوم کس په واسطه هغه ترسره پوره کیدلای شي. که دلته ټوله اړتیا نه پوره کیږي نو څنګه لمړی له هند او بیا له بهر څخه څنګه د ایالت له پوهې اودانش خلق کوونکو سره مرسته وشي چې په اسانۍ سره هغه تشه ډکه کړي. داسې نه چې د هر واړه او غټ کار لپاره له بهره په لوړه بیه کار پوهان راشي او په خپلو علمی نهادونو تکیه کمه شي. د لویو قراردادونو خبره هم داسې ده.

همدا کار ما د چین په هیواد کې سږ کال هم ولیده. چین د سیلاوونو د کنترول، د انرژۍ د تولید، د اوبه خور لپاره د اوبو د ذخیره کولو، د ښاري خدماتو لپاره د اوبو برابرلو په شان ګڼ سکتوري پیچلو پروژو تخنیکي، ټولنیز، د چاپیریال ساتنې او اقتصادي مسئلو د ارزونې لپاره له خپلو پوهنتونونو کار اخلي. که اړتیا وي کم شمیر بهرني کارپوهان هم په کار ګوماري خو شرط داوي چې بهرنیان پوهه، تکنالوجي، او نور مهارتونه له چیني ماهرانو سره شریک کړي او هغوی زر پخپله په ځان بسیا شي.

باور وکړی دا کار په ځینو ساحو کې په یوه کچه اوس هم پیل کیدای شي ترڅو بیا وده وکړي.خو په خواشینۍ سره زموږ په هیواد کې د راز راز لاملونو له کبله دې خبرو ته زموږ ورپام هم نه دی. زموږ وزارتونه چې د مرسته کونکو د غوښتنو په اساس د پروژو ارزونه کوي، له بهره دریمه درجه کارپوهان ورڅخه زیاتې پیسې وړي، زموږ کوم کارپوه ورسره کار نه کوي، پوهنتونونه او دیپارتمنتونه خو مو په دې شیانو کار نه لري او نه د داسې میکانیزم په هکله فکر کیږي چې که اوس ممکن نه وي څنګه او دکوم پلان له مخې په راتلونکي کې د اړینو نهادونو ترمنځ همکاري پیل شي.

دې پورته کارونو ته د پوهې مدیریت وایي. د معاصرو ټولنو د پرمختګ لپاره د پوهې مدیریت ډېر اړین دی ځکه که څه هم مالومات او پوهه که څه زیات شوي خو لانور پیچلي، د بدلون په حال کې، د هرچا لپاره، او د ژوند په ټولو ساحو کې اړین شوي دي.

د پوهې مدیریت

د پوهې مدیریت عبارت دی له: پیژندلو (شناخت)، خلق کولو، مستند کولو، ساتلو، ویشلو او د پوهې انتقال د خلکو او اشخاصو په منځ کې ترڅو د پوهې کاروونکو سازمانونو د موثریت له زیاتولو سره مرسته وکړي او ګټه ورته ورسوي.

داکار هلته کیدای شي که چیرې دولتي، اکادیمیکي، د خصوصي سکتور سازمانونه او دهغوي شبکې او جالونه په ګډه نه ستړې کیدونکی کار وکړي. دولتي سازمانونه او وزارتونه د لمړیتوبونو په ټاکلواو د یوه اړین چاپیریال لپاره د پالیسي ګانو په رامنځته کولو کې مرسته کولای شي. پوهنتونونه، اکادیمیکي او څیړنیز سازمانونه د پوهې په خلق کې او مسلکي انجمنونه د هغو په تشریح، توضیح، ویش او رسولو کې مرسته کولای شي. نو ځکه تر ټولو ښه لاره داده چې ټول په ګډه هڅې وکړي او په دې لاره کې یوبل ته لاس ورکړي او د ټولنې او ملت د پرمختګ لپاره لاره اواره کړي.

په خواشینۍ سره په زیاتو مخ پروده هیوادونو کې د داسې ګډو هڅو او همکاریو شرایط نه وي برابر او د دې کار اهمیت سم نه وي درک شوی. ډېر لږ خلک پوهه د ډېرو کمو امکاناتو، او زښته زیاتو زیارونو په ګاللو او د ډېر وخت څخه وروسته خلق کوي. هغوي څیړنې کوي، کتابونه، علمي او ساینسي مضامین لیکي خو هغه ټول یا دهغوي په لیکنو کې پاته کیږي، که څه ناڅه چاپ هم شي خو په الماریو کې په کتابونو کې او یا دهغوي په حافظو کې پاتې کیږي او ډېر څوک ورڅخه زیاته ګټه نه اخلي. د دا ډول پوهې څخه د سمې ګټې اخیستلو لپاره کوم سم میکانیزم زموږ په ټولنه او هیواد کې نشته. په خواشینۍ سره د څه وخت په تیریدو سره دغه پوهه بیله ګټې اخیستلو له منځه ځي. دا زموږ د ملک لپاره خورا اړینه مسئله ده او موږ ته اړینه ده چې د حل لاره ورته ومومو.

د افغانستان د انجنیرانو انجمن په ګران هیواد کې یو له هغو سازمانونو څخه دی چې د پوهې په شریکولو کې تر خپله وسه هڅې کوي، دا انجمن د ملي او نړیوالو کارپوهانو، د دولتي ادارو کارکوونکو، د پوهنتون استادانو او شاګردانو لپاره د بحث، د نظریو د تبادلې او شریکولو غونډې جوړوي ترڅو خپله پوهه، تجربې له نورو سره شریکې کړي او ټول ورڅخه ګټه واخلي.

پایله

دولت، پوهنتونونو، مدني ټولنو، مسلکي انجمنونو  او نورو علمي او څیړنیزو مرکزونو ته په کار ده چې د پوهې د خلق ، مدیریت، او ورڅخه د ګټې اخیستو لپاره په ګډه کار وکړي. دولت باید د پوهنتونونو په چوکاټ کې داسې امکانات برابر کړي چې استادان او شاګردان د دولتي پروګرامونو په وده، ارزونه، او د پلي کولو لپاره یې د ټریننګونو په پرمخ وړلو کې مرسته وکړي. دا کار به په پوهنتونونو او دولتي ادارو دواړو، دهغوي په اړیکو او دهغوی په انکشاف ښه اغیزه وکړي. زموږ د دولتي ادارو او اکادیمیکي نهادونو ترمنځ به همکاري زیاته کړي. همدارنګه، له دې کار څخه به د پوهې خلق کولو، شریکولو او ورڅخه د ګټې اخیستو لپاره به سمه زمینه برابره کړي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button