پاموړ

د پلرونو او زامنو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو له پاره لارې چارې

ژباړن : عطا محمد میاخېل/
   د ځان او خپلو زامنو ترمنځ ګډه مینه او لېوالتیا پیدا او پیاوړې یې کړئ، ښایي تاسو د هغو توپیرونو له امله، چې د مینې او لېوالتیاوو له پلوه یې لرئ، له یو بل سره د یوې ټینګې اړیکې د رامنځته کولو له پاره له ستونزو سره لاس و ګرېوان شئ .
څنګه کولای شئ، چې له خپلو اولادونو سره ښه اړیکه ولرئ ؟  
  په ژوند کې د سړیو یو تر ټولو مهم رول د پلار اوسېدو رول دی، پلار د خپل زوی په ژوند کې ډېر مهم رول لوبوي، یانې اولادونه د خپل پلار خبرو او چلند ته ګوري او له هغه څخه تقلید کوي . هغوی خپل پلار ته د درنښت په سترګه ګوري، د هغه کړنې او چلند د ځان له پاره معیار ګرځوي او له هغه څخه پیروي کوي .
  په بل عبارت زامن د خپل پلار له خبرو او چلند څخه د ژوند درس، نارینه چلندونه، د معاشرت اداب، د ستونزو په وړاندې مقاومت، د کورنۍ او ټولنې افرادو ته درنښت لرل او دغه راز معنویت هم زده کوي .
  آیا پوهېږئ، چې د یوه پلار په توګه ستاسو خبرې او چلند ستاسو د اولادونو په خبرو او چلند باندې اغېزه کوي ؟ باید پوه شئ، چې د یوې ښې او پیاوړې اړیکې د رامنځته کولو له پاره باید لومړی یې له ځانه پیل کړئ . د دې له پاره چې اولادونه مو ستاسو خبرو او چلند ته ګوري او له تاسو څخه پیروي کوي؛ دا نو هغه ټکي دی، چې پلرونه تر ډېره ورته پاملرنه نه کوي .
  ځوان اولادونه د خپل مور او پلار ترمنځ اړیکې ته پاملرنه کوي، هغوی له خپل پلار څخه دا زده کوي، چې په څه ډول خپلې مور او په راتلونکې کې خپلې مېرمنې ته درنښت ولري، له هغې سره مینه ولري او د خپلې کورنۍ په غړو باندې مهربان واوسي، له نورو سره څنګه سمه او ښه اړیکه ټینګه کړي، له چا سره خبرې ونه کړي او کومو وړاندیزونو ته په پرېکنده ډول نه ووایي او د نه ویلو په خاطر خجالت نه شي . هغوی همدا راز دا هم زده کوي، چې د هغو ستونزو په وړاندې، کومې چې په ژوند کې ورسره مخامخ کېږي، په څه ډول مقاومت وکړي او هغه ستونزې په صبر او حوصلې سره حل کړي، نو باید پلرونه له نورو په ځانګړې توګه د خپلې کورنۍ له غړو سره د خپلو خبرو او چلند په اړه ژور فکر وکړي، ځکه پلرونه د خپلو اولادونو د ژوند اتلان دي، نو د هغوی د ژوند اتلان واوسئ؛ که چېرې غواړئ، چې له خپلو اولادونو سره ښه او کلکه اړیکه ولرئ، باید د هغوی له پاره د ښه چلند بېلګه واوسئ .
د ګډې مینې او لېوالتیا پیدا کول :
  د ځان او خپل زوی ترمنځ ګډه مینه او لېوالتیا پیدا او پیاوړې یې کړئ، ښایي تاسو د هغو توپیرونو له امله، چې د مینې او لېوالتیا له پلوه یې لرئ، له یو بل سره د یوې کلکې اړیکې د رامنځته کولو له پاره له ستونزو سره لاس و ګرېوان شئ . په داسې حالاتو کې د خپلو ګډو ټکو په لټه کې واوسئ . د بېلګې په ډول، یوه هلک ویل : پلار مې په ورزش مین و، مګر ما د ورزش په پرتله له کتاب لوستلو سره ډېره مینه درلوده، پلار مې ډېره هڅه وکړه، ترڅو د هغه په څېر په ورزشي لوبو مین شم . د هغه دا خوښېدل، چې په ګډه د باسکتبال لوبه ترسره کړو، مګر زما دا خوښېدل، چې له یو بل سره د ونې لاندې کېنو او کتاب ولولو، مګر موږ دواړو له کور څخه بهر په آزاده فضا کې له خیمې درولو، لرګي را ټولولو او اور بلولو سره ډېره زیاته مینه لرله . په دې ترتیب کله به چې بهر تلو، خیمه مو وهله، اور مو بلاوه، دا شېبې په موږ ډېرې ښې تېرېدې او دا چې یو د بل ترڅنګ وو، نو په رښتیا چې ډېر خوند مو ترې اخیسته، په دې اساس هغه وخت چې له زوی سره یې تېروئ، ارزښت ورکړئ، د هغه مینې او لېوالتیا ته درنښت ولرئ او په هغه باندې مهربان واوسئ .
 
ورزش کول :
   ډېری هلکان د ځوانۍ پرمهال د فوټبال، باسکتبال او دې ورته نورو لوبو سره مینه لري، خپل زوی ته اجازه ورکړئ، ترڅو خپل د خوښې وړ ورزش تعقیب کړي او د هغه د پام وړ ورزش په اړه حساسیت مه څرګندوئ، د خپلې ځوانۍ دوره در په یاد کړئ .
  خپل کارونه مو را کم کړئ، هغه ته وخت ورکړئ، کله نا کله له هغه سره غره ته لاړ شئ. کښتۍ ونیسئ، ورسره فوټبال وکړئ . هڅه وکړئ، چې په لوبو کې یې ګډون وکړئ او  وې هڅوئ، که چېرې په کومه لوبه کې یې مقام تر لاسه کړ، نو ورسره په جشن یې ولمانځئ .
له یو بل سره د اوسېدو ارزښت :
  دا ټکی ډېر مهم او اړین دی، چې له خپل اولاد سره واوسئ او خپل وخت له هغه سره تېر کړئ، د امکان په صورت کې خپل سبا ناری له هغه سره یو ځای وخورئ، له یو بل سره بهر لاړشئ، خیمه ووهئ، اور بل کړئ، د اور ترڅنګ کېنئ، خپل زوی په غېږ کې ونیسئ، مچو یې کړئ، په ډېرې مینې او محبت سره د خپلو خوبونو په اړه خبرې وکړئ او لوړ ـــ لوړ وخاندئ .
  له یو بل سره پلانونه جوړ کړئ، تر څو په اوونۍ کې یو ځل خوړنځي ( هوټل ) ته لاړ شئ، د خپل زوی له دوستانو سره سیل ته لاړ شئ، تر څو د هغوی له شخصیت سره له نږدې څخه آشنا شئ، له یو بل سره د آس ځغلونې ډګر ته لاړ شئ . لنډه په دې هڅه وکړئ، چې د خوښۍ شېبې له یو بل سره تېرې کړئ . له یو بل سره د اوسېدو په ارزښت پوه شئ او یو بل ته درنښت ولرئ .
له یو بل سره مرسته کول :
   د دې له پاره، چې ستاسو اړیکه له خپل زوی سره لاپسې ټینګه شي، غوره ده چې په ګډه یو کار ترسره کړئ، البته دې ټکي ته مو پام وي، چې هغه کار وټاکئ، چې زوی مو د ترسره کولو توان یې ولري او وکولای شي، چې له تاسو سره مرسته وکړي . د بېلګې په توګه د خپل کور په انګړ کې یوه کوچنۍ باغچه جوړه کړئ . ګلان وکرئ او یوه ښکلې منظره را منځته کړئ .  کله ناکله د دې باغچې ترڅنګ کېنئ او له یو بل سره د خپلو موخو او هیلو په اړه خبرې وکړئ او دغه راز خپل زوی ته د خپلې ځوانۍ د دورې په باب او دا چې هغه مهال مو څه ډول فکر کاوه، کومې موخې او هیلې مو لرلې خبرې وکړئ .
خبرو ته یې غوږ ونیسئ :   
  هلکان د دې اهل نه دي، چې ورسره ډېرې خبرې او د زړه خواله وشي، مګر د پلرونو دا خوښېږي، چې زوی یې له ده سره خبرې وکړي. له هغه څخه وغواړئ، ترڅو د خپلو افکارو او احساساتو په اړه له تاسو سره خبرې وکړي، حتی د هغه د خوښې وړ ورزش په اړه ترې پوښتنې وکړئ. هڅه وکړئ چې د خبرو له پاره یې ښه اورېدونکی واوسئ .
  د خپل اولاد خبروته په غور سره غوږ نیول، هغه په دې باندې پوهوئ، چې ورته ډېر زیات ارزښت ورکوئ، چې چمتو یاستئ ټولې خبرې یې واورئ، نو د دې تګلارې پرمټ کولای شئ د خپل اولاد غټو او وړو ستونزو ته پام وکړئ او په وخت  له هغه سره مرسته وکړئ . موخو او احساساتو ته یې درنښت ولرئ او تل ورته ووایئ، چې څومره مینه ورسره لرئ .
له هغوی سره خبرې وکړئ :
  هڅه وکړئ، چې له خپل اولاد سره دوستانه اړیکې ټینګې کړئ، ترڅو وکولای شئ، د نجونو او هلکانو د توپیر لرونکې نړۍ په اړه ورسره خبرې وکړئ او د بلوغ او جنسي اړیکو په اړه ګټور مطالب ورزده کړئ او دغه راز دا هم ورته ووایئ، چې روغه او سمه جنسي اړیکه له واده وروسته وي .
  دا ټکی ډېر مهم دی، چې په دې باندې په بشپړه توګه ډاډه شئ، چې هغه د دې توان او وړتیا لري، چې د قومونو او ټولنې له نجونو سره سمې اړیکې ټینګې کړي او هغوی ته درنښت ولري . د خپل زوی په وړاندې، مور ته یې درنښت وکړئ او هېڅکله د هغه په وړاندې په مور باندې یې نیوکه مه کوئ، ځکه دا کړنه به ستاسو په اړیکه باندې ډېره بده اغېزه وکړي .
ښه او سمه اړیکه ټینګه کړئ :
  که چېرې ونه شئ کولای، چې له خپل زوی سره ښه او کلکه اړیکه ټینګه کړئ، ښایي د ګډوډو دوستانو په لومه کې را ګیر شي . هغه ته ورزده کړئ، په هغو مېلمستیاوو کې، چې  سګرټ پکې څښول کېږي او یا له مخدره توکو څخه ګټه اخیستل کېږي، ګډون ونه کړي او که چېرې دوستانو یې سګرټ ورکړل، نو وې نه مني .  
  هغه ته ووایئ، چې نه منل یې د ډارن اوسېدو په مانا نه، بلکې د ډېرې هوښیارتیا په مانا ده . تاسو د یوه پلار په توګه دنده لرئ، چې له هغه سره د سګرټو د زیانونو په اړه خبرې وکړئ . په دې اساس له خپل اولاد سره رښتینې مینه وکړئ، تر څنګ یې واوسئ او اجازه ورکړئ، چې د ځان په اړه ستاسو مینه احساس کړي .
  د پلار یو له مهمو کارونو څخه دادی، چې خپل زوی ته د معنوي چارو په اړه روزنه ورکړي . یو پوه او با تدبیره پلار د یوې ښې اړیکې د رامنځته کولو سر بېره، باید له خپل زوی سره د الله (ج)، پیغمبرانو او دیني مشرانو په اړه خبرې وکړي او په دې اړه د خپل زوی نظر وپوښتي، ترڅو وپوهېږي، چې  څه عقیده لري، البته غوره ده، چې د ماشومتوب له وخته هغه له دې مفاهیمو سره آشنا کړئ، ځکه د نوې ځوانۍ او ځوانۍ پر مهال به یې ستونزې کمې وي . د بېلګې په توګه له هغه سره د کلي جومات ته لاړشئ او لمونځ ادا کړئ . 
 
د ژوند له لارو چارو سره بلدتیا  :
  ځوان زوی مو له دوستانه اړیکو څخه پرته، باید له تاسو سره د ژوند لارې چارې هم زده کړي . آیا تاسو خپل زوی ته د ژوند لارې چارې ورښودلي دي ؟ په رښتیني ډول ورسره مرسته وکړئ، چې د ژوند په رښتینې مانا پوه شي او خپل د ځوانۍ عمر بېځایه تېر نه کړي. لومړی د خپل زوی پلار واوسئ، وروسته یې دوست واوسئ .
  هغه ته دا ورزده کړئ، چې هر څه ته عادي ونه ګوري، بلکې فکر وکړي او مسئلو ته په ژوره توګه وګوري . له هغه سره د دې په اړه، چې کوم کسان یې د خپل ژوند نمونه ګرځولي خبرې وکړئ، هغه نر را منځته کړئ، یانې هلک چې په راتلونکې کې به دی هم یو پلار وي .     

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button