پاموړسلايډ

د پاکستان پرلپسې درېیمه ماته؛ د لوبو لړۍ انګلستان وګټله

انګلستان لوبډلې د څلورو نړیوالو یو ورځينۍ لوبو په وروستۍ سیالۍ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه او سیریز يې وګټلو.

د دوبۍ کرکټ لوبغالي کې انګلستان پاکستان ته د غره هومره لوړ ۳۵۶ هدف وټاکه چې په ځواب کې یې پاکستان په ۴۱ اورونو کې یواځې ۲۷۱ منډې جوړې کړې او ټول وسوځېدل.

د انګلستان له لوري جیسن روی ۱۰۲، بټلر ۱۱۶ او روټ ۷۱ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري بیا عرفان او اظهر علي دوه دوه ویکټې او یاسر شاه یوه ویکټه واخېستله.

په توپوهنه کې د پاکستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې ۵۲ شعیب ملک جوړې کړې. په نورو لوبغاړو کې بابر اعظم ۵۱، اظهر علي ۴۴ او محمد حفیظ ۳۷ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د انګلستان رشید او علي ۳-۳ ویلي ۲ او ټوپلی ۱ ویکټه واخېستله.

انګلستان دغه سیالي په ۸۴ منډو وګټله او د ټیسټ سیالیو غچ يې له پاکستان واخېست. پاکستان په ټيسټ سیالیو کې انګلستان ته ماتې ورکړې وه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button