افغانستانسلايډ

د پاکستان پښتنو سیاستوالو له ولسمشر سره وکتل

پاکستاني پښتنو سیاستوالو چې د ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته راغلي، پرون ماښام له نوموړي سره په ارګ کې وکتل.

ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې پاکستاني توکمپالو سیاستوالو اشرف غني سره په خبرو کې وویل چې دوی د افغانستان د سولې او ثبات لپاره «دعاګانې» کوي او په همدې موخه یې «د پاکستان د ولس سوله ییز او د خواخوږۍ پیغام» ورته راوړی دی.

د یادو سیاستوالو له منځه د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو په خپلو څرګندونو کې وویل: «زموږ د ټولو غم او درد سره شریک دی».

ښاغلي غني زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو د سیاستوالو تر منځ په تګ راتګ اړیکې لا ټينګیږي او د سیمې د ثبات او امنیت لامل کیږي.

د خبرپاڼې له مخې اشرف غني پښتنو سیاستوالو ته په خطاب کې وویل چې « ټول افغانان ویاړي او خوښ دي، چې خپل کور ته مو له سوله ییزو پیغامونو سره تشریف راوړی، زموږ او ستاسو غم او ښادي سره شریکه ده».

ولسمشر یو ځل بیا د پښتون ملتپال مشر افضل خان لالا په مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې یو تاریخ جوړوونکی شخصیت بللی دی.

په دغه کتنه کې پر محمود خان اڅکزي، اسفندیار ولي خان، افتاب احمدخان شېرپاو، افراسیاب خټک، سکندر شېرپاو، انجینر شکرالله خان، ایاز وزیر، سلیم خان او عثمان کاکړ سربېره د افغانستان د کابینې یو شمېر غړو، د ملي شورا استازو او سیاسي شخصیتونو هم حضور درلود.

د پاکستان پښتنو سیاستوالو تېره جنورۍ کې هم کابل ته سفر کړی و.

د افغانستان او پاکستان اړیکې دمګړۍ ډېرې سړې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د عوامي ملي ګوند مشر، اسفندیار ولي خان تېره ورځ کابل ته له راتګ وړاندې له لومړي وزیر نوازشریف سره هم کتلي. دا لا نه ده څرګنده چې اسفندیار ولسمشر غني ته د نوازشریف کوم پيغام هم لرلو که نه.

یادو پښتنو سیاستوالو نن له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د هغه په دفتر کې لیدلي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button