سيمه او نړۍ

د پاکستان د عمران خان ګوند د پارلمان پخواني غړي په هند کې پنا غوښتې

د هند رسنیو خبر ورکړي چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لخوا د پښتونخوا ايالت د پارلمان پخواني غړي” بلدیو کمار” په هندوستان کې پنا غوښتی.
نوموړي د پنا اخیستلو به موخه د خپلې کورنۍ له۳ تنوسره یوځای هند ته سفر کړی او د هند صدراعظم نریندر مودی ته يې د پناغوښتلو په اړه عریضه کړې.
بل خوا دا خبر په پاکستان کې د پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزیرشوکت يوسفزی هم منلي او ویلی دی چې پر بلدیو کمار د یوه بل پاکستاني سیک د وژلو تور پوري شوی وه چې د محکمې لخوا سپین وخوت.
خو یوسفزي وویل چې د بلدیو کمار لخوا پرپاکستان دا تور پوری کول چې د لږکیو ژوند ګواښی غلط الزام دی.

Tags

Related Articles

Back to top button