سلايډنظر او تحلیل

د پاکستان جاسوسان تور وي که سپین؟

ليکوال :خالد هادي

په وچ زور ئې کالداری بنده کړل ، په وچ زور ئې په خلکو بیرغونه رانیول، په وچ زور ئې په بولدک کي د خلکو احساسات را وپارول، په وچ زوی په قانوني ویزه راغلي کاریګر وشړل.
نتیجه: پاکستان ته ئې ښه بهانه جوړه کړل چي دروازه وتړي.
د کرزیانو اقتصادي مافیا په دې پوهیږي چي د کندهاریانو اقصاد یوازي له زراعت او باغداری څخه دي نو دغه ئې وخت دی چي کندهار یو ځل بیا اقتصادي شکنجه کړي.

کاش کندهاریانو په ماغزو کي د حافظې په نامه یو څه لرلای!
د ۲۰۰۱ را وروسته تر ۲۰۰۵ پوري باغونه د وچکالي تازه راوتل.

په ۲۰۰۵ کي د جولای پر ۷ چي تازه انګور پاخه سوي په پنجوایی کي جنګ سو خلکو د جګړې له لاسه د یوه تاک انګور ونه شکول ټول په تاکانو کي وراسته سول.

په ۲۰۰۶ کي د اسدالله خالد په واکمنۍ کي باغونو داسي انګور کړي وو چي باغوانان ورته حیران پاته وو خوشحاله وو چي د کلنو د وچکالۍ غربي به ئې پای ته ورسیږي. خو د انګور او سردرخ د پخیدو په محال د کندهار په ژړی او پنجوای کي جنګ سو تر هغو وو چي میوې ورستیدلې.

۲۰۰۷ کي د ژړی، ناګهان، پاشمول او نورو سیمو انګور او باغونه په درنو میوو بار وو چي د میوو د پخیدو پر محال یو ځل بیا په ژړی او پنجوائې کي جګړې وموشتلې انګور په باغو کي وراسته سول همدا بیسواده جنرال په پنجوایی کي معاصره وو ښای دديرو به پیاد وي .

په ۲۰۰۸ کي بیا د مالجات، پنجوایی ارغنداب باغونه دغسي په میوو بار وو چي بیا د اسدالله خالد په واکمنی کي ورته محبس مات سوو او جګړې پنجوایی او ارغنداب د همدې بندیانو په جګړوو وسوځاوه ، انګور وراسته سول.

په ۲۰۰۹ کي د ژړۍ او پنجوایی انګورو کش اخیستی وو افغان حکومت دامریکایانو سره په ګډه په زلخان، پنجوایی، نګهان، پاشمول ……. کي عملیات پیل کړل په میوه بار باغونو کي بلدوزر سم کړل سړکان ئې پکښي وکښل. میوې او انګور وراسته سول.

په ۲۰۱۰ که بیا هغه اش هغه کاسه. د پرانګ د پنجې عملیات، د زمري د غضب عملیات د توریالي ویسا په قومنده د کاناډایانو لخوا خاص د میوې د پخیدو پر محال د کندهار په پنځو زراعتي ولسوالیو کي پیل میوې او انګور من په شل افغانی په ښار کي چا نه کوی. ځکه د تګ لاري بندي وې.

په ۲۰۱۱ کي خاص د میوې د تازه پخیدو پر محال د توریالي ویسا په داسي ډرامه زاندان مات سو چي تر نن ئې چا اصلیت معلوم نه کړ. بیا پنجوایی او ژړی اور واخست انګور په باغو کي وراسته سول.

ددې سره په څنګ په ۲۰۰۷، ۲۰۰۷، ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲، ۲۰۱۳ کي دکرزیانو په خپلو فاسدو والیانو حالت په ښار کي داسي قصدا جوړ کړل چي خلک خپل د باغو حاصلات او شتمنۍ مجبوره د کندهار د عینو میني په خټو ولګوي. هره ورځ په ښار کي چاودني ، د ماشومانو تښتوني او اختطافونو، مکتب ته خوندي تګ هغه مجبوریتونه وو چي شتمن ئې د عینو میني پر امنه، ماډرن او له ښونیز اړخه خوندي چاپیریال ته ورمات کړل.
کنې دابه عقل څنګه ومني چي عینو مینه یونیم لک جریبه مځکه دي په څلورو عسکرو با امنه له هري چاودني او افته خوندي ووي خو ښار دي په څنګ کي د ۳۰۰۰۰ زره افغان او ۱۷۰۰۰ بهرني عسکرو په موجودیت نا ارامه وي.

په ۲۰۱۴ کي د افغانستان او پاکستان اړیکو د چمن په ګمرک کي کندهاري انګور او نور میوجات وراسته کړل.

په ۲۰۱۵ کي چي واک د کرزیانو تازه انتقال سو او دکرزیانو حالت متزلزله وو دافغانستان انګور او نور میوجات د توقع خلاف بهرنیو بازارونو ته لاره پیدا کړل. خلک ئې د تاریاکو د کرلو راوګرځول د نورو حاصلاتو په اصلي ګټه پوه سول په زعفرانو، غنمو او نورو ګټورو لارو ئې روږد کړل، یوازي د ۴۸ میلونو ډالرو په ارزښت میوه دپژواک، بي بی سي او نورو خبري رسنیو په حواله بهرنیو هیوادو ته صادره سوې

په ۲۰۱۶ کي دادی بیا د کرزیانو هغه بیسواده جنرال د کندهار د اقتصاد سره څه وکړل؟
اصل کي په کندهار کي د کرزیانو اقتصادي مافیا هر وخت د خپلو لاسپوڅو والیانو او قومندانانو په مټ کندهار د اقتصادي لحاظه شکنجه ساتلی دی. دوی نه غواړي کندهاریان د اقتصادي لحاظه په پښو ودریږي یا کندهار داسي حالت ته راسي چي د ګمرکي، اعداتي او صادراتي اړخه د هیواد په کچه مهم ولایت وبلل سي نو خامخا به مرکزي دولت ددغه ولایت واک هم په خپل کنتررول کي اخلي او ددوی نامشروع ملک الطوافي ته به د پای ټکی ایښول وي.

تاریخ به د عبدالحکیم خرکار د کورنۍ دغه شکنجې د دوه میلونه نفوسه کندهاریانو باندي هڅکه هیري نه کړي. چاچي د امریکا د هوټلونو مزدوران وړونه په خپله واکمنۍ کي د خپلواک څخه په غلطه استفاده ملیاډران کړل.

ورته مطالب

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button