سلايډسيمه او نړۍ

د پاريس کنفرانس کې د چاپېريال ساتنې تړون لاسليک شو

د پاريس کنفرانس کې د چاپېريال ساتنې او بدلون په اړه پرېکړه وشوه، چې تر ۲۰۵۰ کاله به د تودوښې کچه تر دوو درجو ساتل کيږي.

تر دوو اوونيو روان کنفرانس په پای کې پرېکړه وشوه، چې د چاپېريال بدلون له امله د پېښو شوو ګواښونو کچه له اټکله زياته ده او ټولو هېوادونو ومنله، چې د کاربن په خارجولو کې به کمی راولي؛ ځکه چې کاربن د تودوښې زياتولو تر ټولو ستر لامل دی.

په دغه تړون کې راغلي، چې نړۍ کې به د تودوښې درجه له دوو لږه ساتل کيږي او هڅه به کيږي، چې ۱۰۵ ته را ټيټه شي.

د پاريس کنفرانس ګډونوالو پرېکړه کړې، چې د پرمخ تلونکيو هېوادونو د مرستې لپاره به هر کال سل ميليارده ډالر پانګه اچول کيږي او په هرو پنځو کالو کې به د چاپېريال ساتنې په اړه د پرمختګونو او بدلون جاج اخيستل کيږي.

د پاريس غونډې په پای کې د فرانسې بهرينو چارو وزير لوران فيبيوس وويل، چې ټول هېوادونه بايد په خپلو ژمنو ټينګ شي، چې د نړۍ تودوښې درجه بايد تر دوو درجو وساتل شي.

پاريس کې له دوو اوونيو راهيسې د پيل شوي کنفرانس په پای کې د غونډې ګډونوال په دې وتوانېدل، چې له اوږد بحث او اختلافاتو وروسته يوې موافقې ته ورسيږي.

دغه تړون له خپله وخته شپاړس ساعته وروسته د ټولو په خوښه لاسليک شو او د نړۍ په شپږو ژبو به ژباړل کيږي.

د امريکا او يو شمېر نورو پرمختلليو هېوادونو چارواکو دغه تړون يوه تاريخي بريا ووبلله، په داسې حال کې، چې تېره ورځ پاريس کې د چاپېريال ساتنې زرګونو فعالان لارو او واټونو ته راوتي وو او دغه تړون يې د بډايه هېوادونو په ګټه او بې وزله هېوادونو په زيان باله.

دغو فعالانو په خپلو شعارونو کې ويل، چې د تړون له مخې پرمخ تلليو هېوادونو چاپېريال ته د زيان رسولو په اړه هېڅوک د پوښتنې نه شته او ټول قيدونه يوازې پر بې وزله هېوادونو لګول شوي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button