پاموړ

د ټيوټاکمپنۍ ترټولو وړوکي برقي موټر چې تيل نه غواړي

دا نوی “الټرا کامپیکټ الیکټرک” موټر د دي لپاره جوړشوي چې د ګڼې ګوڼې نه په ډکو سرکونو کارتري واخستل شي او د هر عمر لرونکې يې وکارولای شي.
دغه موټرک ډیر وړوکی دی چې يوازي دوه تنه پکې سوریدلای شي.
دابه د خپل کوچني حجم له امله د ښار په هغو وړو کوڅوکې هم سفرکولای شي چې نور موټران پرې نشي تیريدای.
دا موټربه متوسط رفتار ولري او۶۲کیلومتره به په سنګل بریښنايي چارچ مزل کولای شي.
د دي موټر د جوړولو لومړی هدف دادی چې د چاپان لوړ عمره حلګوته د روزمره کارونو د ترسره کواو لپاره د نږدي مزلونو يوه مناسبه سفري وسیله رامنځ ته شي، چې نه ډیره تیز رفتاره وي اونه هم سترو سړکونو ته اړه وي.
دا موټر به د کمپنۍ لخوا په راتلونکې اونۍ کې د توکيو د موټرو نندارتون ته وړاندي شي او ښايي راتلونکې نوي کال ته نړیوال بازارته هم وړاندي شي.

Related Articles

Back to top button