سيمه او نړۍ

يمن: پرځول شوی ولسمشر حوثيانو سره د جګړې لپاره هېواد ته ستون شو

د يمن پرځول شوی ولسمشر عبد ربه منصور هادي تېره ورځ له سعودي عربستانه د يمن عدن ښار ته ورسېد.
رسنۍ د ولسي مقاومت د جنرال صادق سرحان له قوله وايي، چې هادي د سعودي عربستان په الوتکه کې له خپلو وزيرانو او نظامي افسرانو سره عدن ښار ته ولاړ.

د الجزيرې تلويزوني کانال خبريال وايي، کېدای شي ښاغلی منصور هادي د روانې مياشتې تر پايه عدن کې پاتې شي او له هغې وروسته به د هېواد ګڼو ښارونو ته سفر وکړي او د حوثيانو پر ضد د ولسي مقاومت مشري او څارنه به په خپله کوي.
د

رسنيو له قوله د يمن ولسي مقاومت د حکومتي پوځ په مرسته تعز ښار کې د حوثيانو پر ضد جګړه پيل کړې او په عين حال کې حوثي ملېشو د ولسي خلکو په کورونو بريدونه پيل کړي دي.

راپورونه وايي، چې حوثيان د تعز له جنوبي سيمو په شا شوي، له شلو زيات يې وژل شوي او لسګونو نور ټپيان دي.
د يمن پخوانی ولسمشر عبد ربه منصور هادي له خپل مرستيال خالد بحاح او ټولې کابينې سره د دې لپاره هېواد ته ستانه شوي، چې د حوثي ملېشو پر ضد روان فعاليت په خپله وڅاري.

خالد بحاح رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د دوی تر ټولو ستره موخه د هېوادوالو مرسته او ټپيانو درملنه ده.

د يادونې وړ ده، چې د يمن ټاکل شوی ولسمشر تېر کال د حوثي شيعه ملېشو له لوري وپرځول شو، عدن کې له څه مودې تېرولو وروسته تېر کال سپتمبر کې سعودي عربستان ته ولاړ او پرون له خپلې کابينې سره يو ځل بيا خپل هېواد ته ستون شو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button