پاموړروغتياسلايډ

د وېښتو رژېدو طبعي درملنه

د وېښتانو د بیا راختلو او یا د کمزوره وېښتانو قوي کول او یا د وېښتانو رژېدو د مخ نیولو لپاره مختلفې طبیعي درملنې شته، یوه له هغو درملنو لاندینۍ طریقه ده چې په سعودي کې ازمایل شوې.
د پورتنۍ طریقې ترسره کولو کې له درېو شیانو کار اخېستل کیږي
۱: شړشمو تیل
۲:ووږه
۳: لونګ
نیم لیټر د شړشمو تېل به په اور ښه ګرم کړئ او بیا به ورته درې غوټې پاکه او ټکول شوې ووږه او څلوېښت دانې د لونګو دانې شړشمو تېلو ته واچوئ. لونګ او ووږه به تر هغې په تېلو کې سره کړۍ لکه پیاز چې په غوړیو کې سره کوو، تېل به له اوره ښکته کړو تر څو ساړه شي. د شړشمو له سړکیدو وروسته کولی شو چې ووږه او لونګ ترې اخوا کړو که په کې پاتې هم شې څه اغېز نه لري. هره شپه باید په همدې تېلو سر غوړ کړئ او ګهیځ یې وینځئ. پورتنۍ طریقه باید پوره یوه میاشت استعماله شي تر څو یې په اغېز پوه شو.
د پام وړ: پورتنۍ درملنه د سعودي عربستان د ریاض په ښار کې په یو ځانګړي دکان کې پلورل کېږي او تر اوسه چې چا هم استعمال کړۍ وېښتان یې روغ شوي.

ورته مطالب

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button