افغانستانخبرونهسلايډ

د ولسي جرگې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

افغان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ولسي حرګې لپاره د هند په مالي مرسته نوې رغول شوې ودانۍ پرانیسته. د پرانیستلو پر مهال د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي او د مشرانو جرگې مشر عبدالهادي مسلمیار هم گډون درلود.

دواړو مشران د ودانۍ په ټولو برخو کې وگرځیدل. د نورو مېلمنو تر څنگ ودانۍ کې د ولسې جرگې غړو هم گډون لاره. دغه ودانۍ د مغولي او عصري معمارۍ په گډو سبکونو جوړه شوی ده. د ودانۍ د ښکلا لپاره د هرات د چشتي شریف د سیمې مرمرو نه گټه پورته شوې ده.

د ودانۍ تعمیراتي کار په ۲۰۰۹ کال کې د هند د حکومتي کمپنۍ له لورې پیل شو. د ودانۍ ټول لگښت ۹۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي. د افغانستان د ولسي جرگې نوې ودانۍ د اسیا تر ټولو ستره کنبزه لري.

د ولسي جرگي مشر عبدالرووف ابراهیمي د هند له لومړي وزیر څخه د دې ستري ډالۍ لپاره مننه وکړه. نریندرا مودي وویل: «افغانان په جرگو باور لري، له همدې امله دوی په ولسواکۍ باور لري او دغه لار یې د خپل دښمن د ماتې لپاره انتخاب کړي ده».

همداراز ده زیاته کړه چې د دې ودانې یوه برخه اتل نومیږي. دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدې دوستۍ، گډو ارزښتونو او احساساتو نښه وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button