افغانستانخبرونهسيمه او نړۍ

د ولسي جرگې غړي: د داعش راډیو د بهرنیانو له اډې څخه خپرونې کوي

نن د ولسي جرگې ځینو غړو وویل چې د داعش راډیو د ننگرهار ولایت له مرکز، جلال اباد ښار څخه د بهرنیو پوځیانو له اډې څخه خپرونې لري.

د ولسي جرگې غړي الله گل مجاهد وویل: «داعش راډیو د ننگرهار له هوایي ډگر څخه خپرونې لري». ده همدا راز د جرگې له ريیس څخه غوښتنه وکړه چې سیمې ته د پلټنې لپاره استازي ولېږي.

له دې سره پرون مشرانو جرگې هم د داعش د راډیویي خپرونو په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړه او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د دې راډیو د خپرونو مخه ونیسي.

د راپورنو له مخې باور کېده چې د داعش راډیو د پاکستان له قبایلو سیمو څخه خپرونې لري. د ولسي جرگې دويم مرستیال محمد نذیر احمدزی د جرگې امنیتي کمېټې ته دنده ورکړه چې د بهرنیانو د اډې په اړه پلټنه وکړي او راتلونکو ناستو کې د جرگې غړو ته په دې اړه معلومات ورکړي.

تر دې تورونو مخکې د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي ول چې د داعش راډیو خپرونې د ډیورن د کرښي له هغې غاړې خپرونې لري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button