افغانستان

د ولسي جرگې او ولسواليو شوراگانو د ټاکنو نېټه نن اعلانېږي

د ټاکنو خپلواک کميسيون نن د ولسي جرگې او ولسواليو شوراگانو د ټاکنو نېټه اعلانوي. د دغه کميسيون په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، نن له ماسپخين مخکې به کميسيون د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د ولسي جرگې او ولسواليو شورگانو د ټاکنو ورځ په گوته کړي.

خبرپاڼې زياته کړې ده، د ټاکنو نېټه د کميسيون تخنيکي تياريو ته په کتو او له ملي او نړيوالو سلاکارونو سره له سلا وروسته معلومه شوې ده او له حکومته تمه کېږي چې د ټاکنو د بوديجې او امنیت په برخه کې مرسته وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون رييس يوسف نورستاني ډاډ ورکړی، چې راتلونکې ټاکنې به له تېرو هغو ښې وي او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره يې پلان نيولی دی.

نوموړي ويلي دي، د ټاکنو پر مهال به له ښوونځيو د رايو اچولو د مرکزونو او له ښوونکو او دولتي مامورينو د ټاکنو مهالني کارکوونکو په توگه کار واخيستل شي.

د ملي يووالي حکومت ولسمشر اشرف غنی څو ورځې وړاندې وويل، حکومت تيار دی د راتلونکي کال د دوبي او مني تر منځ د ولسي جرگې او ولسواليو شوراگانو ټاکنې ترسره کړي، خو د ټاکنو د تاريخ د دقيق وخت معلومولو حق له قانون سره سم د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button