خبرونهسلايډ

د ولسمشر ځانگړی استازی د «مقاومت شورا» جوړوي

په اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ کې د ولسمشر ځانگړی استازی، احمدضیا مسعود یو ځل بیا د «مقاومت شورا» پر جوړولو ټینگار وکړ. مسعود چې په کندوز کې یوې غونډې ته وینا کوله له وسله والو ځواکونو څخه وغوښتل چې د مخالفینو پر وړاندې له توند چلن څخه کار واخلي.

د ولسمشر ځانگړی استازی له تخار څخه وروسته په کندوز کې یو ځل بیا د «مقاومت شورا» د جوړولو یادونه کوي.

د نویمومو کلونو په وروستیو کې د پخوانۍ شمال ټلوالې پلویان د طالبانو پر ضد جگړه «مقاومت» بولي. مسعود خبرداری ورکړی چې د طالبانو پر ضد به یو ځل بیا ورته شورا جوړه کړي.

مسعود وویل: «د ترهگرو پر وړاندې نرمښت مه کوئ. څوک چې ستاسې همسنگران وژني، د افغانستان خلکو تاسو ته دا حق درکړی چې چې د خپلو وژل شوو غچ واخلئ».

احمدضیا مسعود وویل: «څوک چې د دې خاورې امنیتي ځواکونه او مشران وژني، باید ووژل شي».

مسعود د «مقاومت شورا» په تړاو جزیات ورنه کړل؛ خو وې ویل چې دغه شورا به په کندوز کې جوړېږي.

احمدضیا مسعود د طالبانو مخالف قومندان، احمدشاه مسعود ورور دی چې تېرو ټاکنو کې يې د ولسمشر غني ملاتړ وکړ. په ملي يووالي حکومت کې احمدضیا مسعود ته د «په اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ کې د ولسمشر ځانگړي استازي» په نامه څوکۍ رامنځته کړای شوه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button