افغانستانخبرونهسلايډ

د ولسمشر شخصي شتمني اعلان شوه

د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې د ولسمشر محمد اشرف غني شتمني اعلان کړه. د اعلان له مخې د اشرف غني او رولا غني شخصي پانګه په ګډه ۳۲۰میلیونه افغانۍ کېږي، چې له نږدې ۴.۷میلیونه امریکایي ډالرو سره برابرېږي. دغه پانګه دوی د پلرنيو ملکيتونو له خرڅ څخه په لبنان او امریکا کې تر لاسه کړي دي.

د ادراي فساد پر ضد د مبارزې د ادارې د معلوماتو له مخې د اشرف غني او مېرمن يې، رولا غني شتمني سره ګډه ده. سره زر او نوره ګاڼه چې رولا غني ته یې پلار په ۱۹۷۰ کې ډالۍ کړې وه، اوسمهال یې ارزښت تقریبا ۳.۱ ملیونه افغانۍ کېږي چې ۴۶۰۰۰ امریکایي ډالرو سره برابر ارزښت لري.

له دې سره یو کور چې ۴ جریبه او ۳۰۰ متره اندازه لري، د دارالامان په سیمه کې د اشرف غني په نامه ثبت دی. دغه کور اشرف غنی په ۱۳۸۲ شمسي کال کې له عین الدین نامې کس څخه د ۲۵میلیونه افغانیو په بیه اخيستی دی او دغه پیسې یې په امریکا کې د خپل ملکيت له خرڅ څخه تر لاسه کړي دي. د دې تر څنګ رولا غني په واشنګټن کې یو اپارتمان لري چې ارزښت یې ۲۲ میلیونه افغانۍ کېږي. رولا یاد کور د خپل کورناستۍ يا تقاعد په پیسو پېرودلی دی.

ولسمشر غني او مېرمن غني په خپل بانکي حساب کې ۷۱ زره امریکایي ډالر لري چې دغه پانګه یې په امریکا کې د اپارتمان له کرایې او د رولا غني له کورناستۍ څخه تر لاسه کړې دي. همدارنګه ولسمشر غني او مېرمن يې ۷ زره جلده کتابونه په کابل او د لبنان په پلازمینه کې لری. د دغو کتابونو ارزښت ۱.۲ میلیونه افغانیو ته رسېږي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې يې له خپل معاش څخه د سپما په بدل کې تر لاسه کړي دي.

د دې تر څنګ محمد اشرف غني د کابل او لوګر په سیمو کې ۱۲۲۰ جریبه ځمکه چې له پلار څخه ورته په میراث پاتې دي، لري. همدارنګه رولا غني په لبنان کې ۶۰ جریبه ځمکه چې د دې یوه خور او دوو وروڼو تر منځ شریکه ده. لري یې.

همدارنګه ولسمشر غني په امریکا کې د یوه څېړنیز مرکز غړی دی چې په کې د ۴.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت برخه لري.

ولسمشر په میاشتني ډول له نړیوال بانک څخه ۲۶۶ زره افغانۍ د خپل کورناستۍ په بدل کې تر لاسه کوي. له دې سره د افغانستان د دولت له لورې د میاشتې ۴۸۷ رزه افغانۍ د معاش په ډول لاسته راوړي او همدارنګه رولا غني د میاشتې ۱۶۵ زره افغانۍ په امریکا کې له خپل اپارتمان څخه کرایه تر لاسه کوي.

د اداري فساد پر ضد عالي ادارې له خلکو غوښتنه وکړه چې که چېرې د ولسمشر کومه پانګه ثبت شوې نه وي او دوی ترې خبر وي، د اداري فساد پر ضد له عالي ادارې سره دې شریک کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button