افغانستان

د ولسمشر دویم مرستيال: درې واړه قوې اساسي قانون ماتوي

د ولسمشر دویم مرستيال، سرور دانش د افغانستان درې ګونې قوې د هېواد د اساسي قانون په نقض تورنې کړې.

نوموړي نن د ولسي جرګې په ناسته کې وويل، اساسي قانون د ټولنې د عامو وګړو له لوري نه ماتېږي، بلکې دولت، چارواکي او درې ګونې قوې يې تر پښو لاندې کوي. ښاغلي دانش ټينګار وکړ، چې اجرايي قوه د خپل صلاحيت او دندو اجراکولو په اړه له ټاکل شويو پولو اوښتې ده او له خپل قانوني صلاحيت پورته کارونه کوي.

نوموړي مقننه قوې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې هغه قوانين او ټاکنې چې د دې ادارې له لوري تصويبېږي، ځينې وختونه له اساسي قانون سره په ټکر کې وي. دانش تور پورې کړ، چې درې ګونې قوې او په ځانګړي ډول اجرايي هغې د اساسي قانون د پلي کولو په لار کې له جديت او رښتینولۍ کار نه دی اخيستی.

د ولسمشر دوهم مرستيال زياته کړه: «په تېرو ۱۲ کلونو کې د قانون د پلي کېدو په اړه ګڼې پوښتنې، شکونه او ابهامونه رامنځته شوي، خو په سادګۍ ترې تېر شوي يو، د قانون هيڅ خيال مو نه دی ساتلی».د هغه په وينا د قانون څارنه د ولسمشر، د ټولو قوانينو تفسير او له اساسي قانون سره د سمون چارې د سترې محکمې او د قانون تفسير د څارنې مستقل کميسيون قانوني دندې دي.

ښاغلي دانش د ولسي جرګې له غړو وغوښتل، چې د دغه کميسیون نويو غړو ته رايه ورکړي، ځکه دا چاره له يوه کال راهيسې ځنډېدلې ده.هغه د کميسيون له نويو غړو د بې پلوۍ، خپلواکۍ او رښتینولۍ غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: «موږ تمه لرو چې کميسيون به د درې ګونو قوو او په ځانګړي ډول د اجرايي قوې کارونه په پوره زړورتيا تر څارنې لاندې نيسي».

ښاغلي دانش نن عبد الحسيب احدي د سترې محکمې د غړي په توګه، محمد قاسم هاشمزی، عبد الله شفايي، سيد ابوبکر متقي، عبد الرؤوف هروي، قاضي محمد عارف حافظ او مېرمن غزال حارث د څارنې د مستقل کميسيون د غړو په توګه ولسي جرګې ته د رايې اخستو لپاره وروپېژندل.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button