روغتيا

د ورزش سربېره ډېره ناسته روغتيا ته زيان اړوي

ډېری خلک د ورزش سربېره هم د ډېرې ناستې له امله په ګڼو ناروغيو اخته کيږي.

په کاناډا کې نوې ترسره شوې طبي سروې ښيي، چې هر انسان بايد له نيم ساعت ناستې وروسته لږ وګرځېږي.

د اوټاوا پوهنتون له لوري ترسره شوې طبي څېړنه وايي، پر ۲۷۸ د زړه ناروغانو سروې شوې، چې ورزش به يې هم کاوه، مګر د ډېرې ناستې له امله بيا هم په دغه ډول ناروغيو اخته شوي دي.

د څېړنې له مخې ټوله ورځ اته ساعته کېناستونکي خلک، چې هر څومره ورزش وکړي، بيا هم په چاغوالي اخته کېږي او دې سره يې نور بدن ته هم زيان اوړي.

طبي کارپوهان وايي، چې هر څومره لږه ناسته وشي، همدومره به د انسان روغتيا ښه او غوره وي.

امريکا کې د يوې نوې څېړنې له مخې ويل شوي، چې څوک ډېر وخت ټلويزون، کتاب او کمپيوټر ته کيني، د ورزش سربېره هم د خپل عمر په لنډه موده خپل ذهني ځواک بايلي.

څېړنه کې دا هم ويل شوي، چې څوک هره ورځ څلور ساعته په پرله پسې توګه ټلويزون يا کمپيوټر ته ناست وي، پنځه ويشت کاله وروسته يې ذهني وړتيا زيانمنه کيږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button