افغانستانسلايډ

د هېواد څلوېښت زره پوليس نالوستي دي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال اکرام الدين ياور څرگنده کړې ده، چې څلوېښت زره پوليس نالوستي دي. نوموړی دغه پديده د قانون په پلي کېدا، وسله والو سره په مبارزه او د پوليسو په دندو کې ستره ننگونه بولي. د افغانستان ملي او سيمه‌ييزو پوليسو شمېر شاوخوا يو سل اتيا زرو ته رسېږي.

د هېواد د پوليسو ليکو کې د نالوستۍ کچه په داسې حال کې دومره لوړه ده، چې نړيواله ټولنه له تېرو لسو کالو راهيسې د افغان ځواکونو پر ښوونه او روزنه ټينگار کوي او د خپلو لگښتونو يوه ستره برخې همدې ته ځانگړې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې کورنيو چارو وزارت وايي، د پاتې پوليسو سواد ته هم پاملرنه کوي او هغوی له ليک لوست سره اشنا کوي. خو بي بي سي په دې اړه په خپل راپور کې څرگندوي، چې پوليسو ته يوازې په خپلو پوستو او کارځايونو کې لومړنۍ زده کړې ورکول کېږي، چې له لومړي تر دريم ټولگي د زده کړو برابرې دي او ټولې په نهو مياشتو کې پای ته رسېږي.

په خپله ډېرو پوليسو په دې اړه څرگنده کړې ده، چې د دندو پر مهال د نالوستۍ له امله له گڼو ستونزو سره مخ شوي او ډېر کله پاتې راغلي دي.

خو د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د يونيسکو، د جرمني د پرمختيايي ادارې او ځينو نورو بنسټونو له لوري افغان پوليسو ته د لومړنيو زده کړو پروژې روانې دي چې زرگونه پوليس يې له ليک لوست سره اشنا کړل.

د يادونې ده، چې د قانون له مخې د پوليسو دنده د ټولنې کنټرول او جرمونو پر ضد مبارزه ده، خو افغانستان کې پوليس هم د ملي اردو د سرتېرو په څېر په جگړه بوخت دي، چې له امله يې د مرگ ژوبلې کچه هم پورته ده. هغوی ډېری وختونه په داسې حال کې د جگړې ډگر ته لېږل کېږي، چې يوازې څو مياشتي نظامي زده کړه يې کړې وي او بس.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button