افغانستانسلايډ

د هېواد يو مليون کوچنيان خوارځواکۍ سره مخ دي

د ملگرو ملتونو د پرون ورځې له راپور سره سم د افغانستان یو مليون کوچنيان له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې له امله يې ان د هغو ناروغيو مقابله نه شي کولی چې نورو وطنونو کې په اسانه کېږي.

د ملگرو ملتونو د سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر په دې راپور کې څرگنده کړې ده، چې خوارځواکي د افغانستان د کوچنيانو «پټ قاتل» دی.

د يادې ادارې راپور ښيي چې د افغانستان په هرو زرو نويو زېږدونکو کوچنيانو کې پنځه پنځوس تنه پنځه کلنۍ ته له رسېدو وړاندې مري، په دوی کې دوه اتيا سلنه کوچنيان بيا ان يوه کال ته له رسيدو وړاندې ساه ورکوي.

راپور زياته کړې ده، چې د خوارځواکۍ له امله د کوچنيانو مرگ ژوبله په ځانگړي ډول د کور دننه بې ځايه شويو کورنيو کې ډېره ده. په دې وروستيو کې هېواد کې د جگړو د ډېرېدو له کبله د کور دننه د بې ځايه شويو کورنيو شمېر د پخوا په پرتله ډېر زیات شوی دی. د م م له يوه بل راپور سره سم دغه بې ځايه شوي له بل هر وخت ډېر بېړنيو مرستو ته اړ دي او که مرسته يې ونه شي ستر بشري ناورين به رامنځته شي.

د م م د يادې ادارې د راپور پر اساس افغانستان کې ډېری کوچنيان د هغو ناروغيو له امله له منځه تللي دي چې د درملنې وړ دي، لکه اسهال، سينه بغل او نورې ناروغۍ. دغه ناروغۍ افغانستان کې د کوچنيانو د خوارځواکۍ له امله خطرناکې گڼل کېږي.

ويل کېږي چې د افغانستان د خلکو شپېته سلنه وگړي روغتيايي خدماتو ته لاسرسی لري خو روغتيايي ادارې هغو کوچنيانو ته ډېر لږ کار کوي، چې له خوارځواکۍ سره مخ دي. بل پلو د هېواد ډېری کليوالو سيمو کې يا له سره روغتيايي خدمات شته نه او يا هم ډېر لومړني دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button