افغانستانسلايډ

د هيواد څلوېښت سلنه کوچنيان زده کړو ته لاسرسی نه لري

يونيسف په خپل يوه تازه راپور کې څرګنده کړې ده، چې د افغانستان څلوېښت سلنه کوچنيان له زده کړو او ښوونځيو ته له تلو محروم دي.
د دې ادارې په يوه تازه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، اوسمهال د نړۍ په دوه ويشتو هغو هيوادونو کې چې جګړې په کې روانې دي، څلرويشت مليونه کوچنيان ښوونځيو ته له تلو محروم دي.
د سرچينې په وینا افغانستان کې څلوېښت سلنه کوچنيان، جنوبي سوډان کې يو پنځوس، نايجيريا کې اوه څلوېښت سلنه او سوډان کې يو څلوېښت سلنه کوچنيانو زده کړو ته لاسرسی نه لري.
خبرپاڼې د يونيسف د روزنې څانګې د رييس جو بورن له خولې ليکلي: «دغه کوچنيان له دې امله چې روزنيز امکانات نه لري او ليک لوست نه شي کولای، له يوې ناسمې راتلونکې سره مخ دي او په راتلونکې کې نه شي کولای په اقتصادي چارو او ټولنه کې ونډه ولري».
سره له دې چې په دې وروستيو کې وسله وال طالبان هم د هيواد په ګڼو سيمو کې کوچنيانو ته د زده کړو د برابرولو او په دې اړه د مرستې دعوه کوي، همدا راز د پخوا په څېر د مکتبونو پر ضد کړنې هم کمې شوې دي، خو بيا هم د هيواد څلوېښت سلنه کوچنيان له زده کړو محروم دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button