پاموړ

د هوښيار انسان دیرش نښې

ژباړن نېلاب شینواري

1. لږ تر لږه د ورځې یو ځل پر دې اعتراف وکړي چې «زه نه پوهیږم»؛
2. له نورو د مرستې توقع نه کوي، د خپل مټ په زور هر څه تر لاسه کوي؛
3. د څه په اړه چې بشپړه پوهه لري، خپل نظر نه څرګندوي؛
4. خپله وړتیا له خپله کاره ښکاره کوي نه دا چې یوازی پر نظریاتو او ښو ویناوو بسنه وکړي؛
5. هر چا ته ښه راغلاست وایي ان که له ده سره د نظر اختلاف او تضاد ولري؛
6. د خلکو د رازونو ساتونکی وي؛
7. د خوړو پاتې شوني خپل ځای ته رسوي، که موټر کې وی نو له موټره یې بهر نه غورځوي؛
8. په ډیر احتیاط سره د نورو «نقل قول» کوي؛
9. کوښښ کوي چې د وخت په تېریدو سره په خپلو کړو وړو کې مثبت بدلون راولي؛
10. د هر چا فکر ته احترام کوي، نور په مستقیم یا غیر مستقیم ډول خپلو افکارو ته نه رابولي؛
11. طبیعت، ګلونه، ځنګل او باران ته خپل فکر او وخت ورکوي؛
12. د نورو په وړاندي چټک غبرګون نه ښکاره کوي؛
13. خپل ۱۰٪ او منابع د خپلې ټولنې لپاره په وړیا ډول کاروي؛
14. د کوم تخصص په اړه چې نه پوهیږي په غاړه یې نه اخلي؛
15. په بې ځایه مصارفو کې خپله خوښي نه لټوي؛
16. هر دوه کاله وروسته خپلې تیرې تېروتنې څاري او د هغو د اصلاح او جوړیدو کوښښ کوي؛
17. د «زه غلط وم» سره اشنایې لري؛
18. د ښار نزاکتونه درک کوي: د مصارفو بل په وخت تادیه کوي، موټر په سم ځای کې دروي، په مناسب غږ خبرې کوي، په ګڼه ګوڼه کې خپل وار ته انتظار کوي؛
19. نور چې د ده صفت کوي نو دی یوازی حقایق تر خپل نظره تېروي، د هر چا په صفت د خوښۍ احساس باید ونه کړي؛
20. فلمونه یوازی د دې لپاره ګوري چې خپل لید ورسره تازه کړي؛
21. له وړو تصمیم نیونو تر لوړو کارونو پورې له نورو سره مشوره کوي، فکر کوي بیا عمل کوي؛
22. نور د خپلو کړنو له لارې پوهوي؛
23. له نورو څخه مننه کوي، د هغوی د لاسته راوړنو له امله، د ښو اخلاقو له کبله؛
24. د نورو په اړه تر هغې قضاوت نه کوي تر څو له هغو سره په ورځو او هفتو ناسته ونه کړي؛
25. له نورو ګيله من کیږي نه؛
26. د نورو خبرې نه پرې کوي، هغوي ته تر پایه غوږ نیسي؛
27. د نورو په خوشحالۍ د ارامۍ احساس کوي؛
28. خپل ۲۰٪ وخت د خپلې فکري پراختیا، اخلاقو ښه والي او تهذیب باندې لګوي؛
29. په خپلو خبرو کې ۱/۳ پوښتنې کوي، ۲/۳ خپل قضاوت؛ وروسته له پنځو کلونو بیا ۵/۶ پوښتنې کوي ۱/۶ قضاوت؛
30. د ورځي یو ساعت مطالعې ته ورکوي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button