سيمه او نړۍ

د هوا ککړتيا له امله هر کال پنځوس لکه خلک مري

د چاپېريال ساتنې څارونکي وايي، چې د ککړتيا ګواښونه او ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي او له دې امله نړۍ کې هر کال شاوخوا پنځوس لکه خلک مري.
د چاپېريال ساتنې په اړه د شوو څېړنو له مخې د دوګړو له نيمايي زيات په هند او پاکستان کې مري؛ ځکه چې د صنعتي کارخونو له امله د، چين پاکستان او هند هوا له اټکله زياته ککړه شوې ده.
ساينس پوهانو د هوا ککړتيا په اړه د خپلو اندېښنو په ترڅ کې له چارواکو او ولسونو غوښتنه کړې، چې د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره له داسې نوې او پرمختللې ټينکالوجي کار واخلي، چې د چاپېريال ساتنې په زيان نه وي.
د چاپېريال ساتنې نړيواله اداره وايي، چې د هوا ککړتيا بايد زيات نه زيات ۳۵ مايکو ګرامه وي، خو د چين په ګڼو سيمو، هند او پاکستان کې د هوا ککړتيا کچه له درې سوو مايکو ګرامه زياته ده او دغومره ککړه هوا د سږو سرطان، ساه بندۍ، ځيګر، د ماشومانو ګوزڼ او دماغي سکتې لامل کيږي.
پرمختلليو هېوادونو د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره له پخوا يو لړ ګامونه پورته کړي، مګر په وروسته پاتې او مخ پر وده هېوادونو کې د صنعتي کاروخو، موټرو، د خښتو بټيو او نورو ورته لاملونو له امله هوا ورځ ترې ککړيږي.
د چاپېريال ساتنې نړيوالې ادارې ګواښ کړی، که د هوا ککړتيا مخنيوی ونه شي، نو په راتلونکو وختونو کې له د هوا ککړتيا له امله د خلکو مړينه له دې هم څو چنده زياتېدای شي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button