سلايډسيمه او نړۍ

د هند پټهانکوټ کې د ډگروال په گډون پنځه سرتيري وژل شوي

د هند پنجاب ايالت پټهانکوټ ولسوالۍ پوځي اډه کې د چاودنې له امله د يو ډگروال په گډون پنځه سرتيري وژل شوي دي.

هندي رسنۍ وايي، چې پوځي اډې ته څېرمه د ځای پر ځای شوي ماين خبر ترلاسه کېدو وروسته ډگروال نرنجن سيمې ته ورسېد او غوښتل يې، چې ماين خونسا کړي، مگر ماين له خونسا کېدو مخکې چاودنه وکړه او د ډگروال په گډون يې پنځه سرتيري ووژل.

د رسمي خبرونو له مخې د پټهان کوټ پر پوځي اډې د تېرې ورځې بريد راهيسې د وژل شوو کسانو شمېر يوولسو ته ورسېد.

د پټهان کوټ روغتيايي چارواکي وايي، چې اته ټپيان يې روغتون ته وروړي او دمگړۍ تر درملنې لاندې دي.

د هندي رسنيو په وينا تېره ورځ راهيسې پټهانکوټ کې د شکمنو بريدگرو پر ضد ځمکني او هوايي پلټنې روانې دي.

د بريدگرو هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي، مگر هندي چارواکي داسې څرگندونې کوي، چې بريدگرو سره د ځينې پاکستاني ډلو ملاتړ او اړيکې وې.

له دې وړانډې هم هند کې بريدونه او چاودنې د پاکستان او هند ترمنځ د اړيکو د خړېدو لامل شوي دي. ځينې څارونکي وايي، چې دا بريدونه د هند او پاکستان د وورستيو اړيکو او نوو مذاکراتو د خرابولو هڅه ده.

پاکستاني چارواکو په خپلو رسمي اعلاميو کې د پټهانکوټ ولسولۍ پر پوځي اډې د تېرې ورځې بريدونه غندلي دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button